Apr 05, 2020 15:01 Asia/Kabul
  • اشرف غني ته د عبدالله عبدالله د مهلت بې نتیجې توب:-

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د افغانستان د ثبات او د همپالنې ټیم ټینګار وکړ ولسمشر اشرف غني ته د دغه انتخابي ټیم مهلت پاې ته ورسید او هغه چمتو نشو د تفاهم له لارې سیاسي تاوتریخوالی پاې ته ورسوي .

د افغانستان د ثبات او د همپالنې د  ټیم یوه (۱) ویاند خان زمان مدبر وویل اشرف غني ته مو لس (۱۰) ورځې مهلت ورکړی وو چې له خپلو شخصي ګټو تیر شي او د تفاهم له لارې د هیواد اوسنی کړکیچ پاې ته ورسوي خو غني په دغه موده کښې نه یوزاې خپل نرمښت نه دی ښودلی بلکې خپلو غیرقانوني کارونو ته یې دوام هم ورکړی دی .

هغه زیاته کړه داسې ښکاري اشرف غني او عبدالله عبدالله چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې مخکښ کسان دي موافقې ته نږدې شوي دي خو د افغانستان د سیاسي حالاتو په هکله نوی افق نه لیدل کیږي ځکه چې  اشرف غني هماغه راز د خپلې کابینې دبشپړولو لپاره د کسانو معرفي کولو ته دوام ورکوي .

د افغانستان د انتخاباتو د کړکیچ د حل لپاره د سیاسي تفاهم لپاره اشرف غني ته د ثبات او د همپالنې د  ټیم لخوا د لس (۱۰) ورځې مهلت ورکول د دې ښودنه کوي چې عبدالله عبدالله له اشرف غني سره د تفاهم د نه کولو په هکله د خپل لومړي دریځ په اپوټه تیار دی د واک په هکله له هغه سره روغه جوړه (جوړ جاړی )وکړي .

له دې سره سره چې د افغانستان د ثبات او د همپالنې ټیم د اختلافاتو د حل لپاره د تفاهم په لړ کښې اشرف غني ته لس (۱۰) ورځې فرصت ورکړی دی خو په دې زمینه کښې یې کومې معلومې غوښتنې نه دې مطرح کړي .

د عبدالله عبدالله او د هغه د انتخاباتي ډلې په اپوټه  چې د دوه اړخیزه  اختلافاتو د حل کولو لپاره اشرف غني ته د خپلې سیاسي ارادې د څرګندولو غوښتونکي دي او کومه معلومه غوښتنه یې نه ده مطرح کړي خو اشرف غني په شفاف ډول عبدالله عبدالله ته افغانستان د سولې د چارو د سپارلو وړاندیز کړی دی .

د اشرف غني دغه وړاندیز د دې ښودنه کوي چې هغه عبدالله عبدالله ته د یوه(۱) وزارت له ورکولو زیات بل هیڅ رول ته قائل نه دی او په همدې چوکاټ کښې یې عبدالله عبدالله ته د سولې د چارو د مشرۍ د وړاندیز په مطرح کولو سره په غیر مستقیم ډول د هغه لپاره د سولې د چارو د وزارت مسولیت په نظر کښې نیولی دی .

د اشرف غني لخوا په سوکه سوکه ډول د وړاندیزي وزیرانو معرفي کولو ته په منفي غبرګون کښې د عبدالله عبدالله د نږدې سیاسي کسانو او سلاکارانو دریځ د دې ښودنه کوي چې د ثبات او د همپالنې د ټیم له نظره د کابینې د غړیو د معرفي کولو کار باید له عبدالله عبدالله  سره له موافقې وروسته پړاو ته ځنډول کیدلی  .

دغه دریځونه د دې ښودنه کوي چې له اشرف غني څخه د افغانستان د ثبات او د همپالنې د ټیم غوښتنه د عبدالله عبدالله لپاره د کابینې له وزیر څخه د یوې(۱) بره څوکۍ غوښتل دي چې باید د افغانستان د اساسي قانون د اصلاح په چوکاټ کښې د لومړي وزارت د څوکۍ د رامینځته کولو په چوکاټ کښې ترسره شي .

د افغانستان د ثبات او د همپالنې د ټیم لخوا له دا ډول غوښتنې سره سره اشرف غني تراوسه د لوې جرګې د جوړولو ، د اساسي قانون د اصلاح کولو او د لومړي وزارت د څوکۍ د رامینځته کولو لارې په واک کښې عبدالله عبدالله ته د ګډون ورکولو لپاره هیڅ ډول نظر نه دی څرګند کړی .

 

ټیګونه

کمنټونه