Apr 05, 2020 15:31 Asia/Kabul
  •  اشرف غني دې حکومتي ګومارنې وځنډوي

زمونږخبریال وايي د افغانستان یو شمېر مخکښو سیاسي مشرانو له ولسمشر محمد اشرف غني غوښتي چې تر یوه وخته دې د حکومتي چارواکو ګومارنې ودروي.

دوی په یوه اعلامیه کې له پخواني اجرایه رییس عبدالله عبدالله هم غواړي چې یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره دې ټاکل شوې موده وغځوي.

 وړاندې ښاغلي عبدالله درېیمګړو سیاسي مشرانو ته لس ورځې وخت ورکړی و چې په وینا یې باید په دې موده کې سیاسي اختلافات حل شي.

د سیاسي مشرانو په دې ډله کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، سیاسي رهبر عبدرب الرسول سیاف، د ولسي جرګې پخوانی مشر یونس قانوني او د اسلامي وحدت ګوند مشر کریم خلیلي شامل دي.

له څو ورځو راهیسې دوی د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي لانجو هوارولو لپاره له دواړو مشرانو سره لیده کاته کوي.

د دوی په ګډه اعلامیه کې راغلي: "د هېواد روانو حالاتو ته په کتو، هوکړې او همکارۍ ته د رسېدو په برخه کې هڅې په ښه ډول روانې دي.

 د دې هڅو د وروستي کولو او یوې پایلې ته د رسېدو لپاره وړاندیز کوو چې ښاغلی محمد اشرف غني دې د حکومتي چارواکو ګومارنه تر یوې مودې پورې ودروي."

دغه راز  د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې له افغانستان سره نړیوالې مرستې به اوسني وضعیت ته په کتو دوام نه شي موندلی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې وزیرې الېس ویلز دفتر په یوه ټویټ کې ویلي: له افغانستان سره نړیوالې مرستې د یوه ټول شموله حکومت غوښتنه کوي.

په اعلامیه کې راغلي: "موږ ټول باید افغان مشران اړ کړو چې یو د حکومت جوړولو پرسر جوړجاړي ته ورسیږي."

 د افغانستان د سیاسي مشرانو اعلامیه داسې مهال راځي چې څو ورځې وړاندې د ولسمشر محمد اشرف غني په حکم محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو سرپرست او نوماند وزیر په توګه ونومول شو.

د ولسمشر غني لخوا ورستیو ګومارنو په لړۍ کې، د بامیان پخوانی والي طاهر زهیر د اطلاعاتو او فرهنګ او جهادي شخصیت عبدالهادي ارغندیوال د مالیې سرپرست وزیرانو او احمد ضیاء سراج د ملي امنیت د رییس په توګه ټاکلي.

همداراز د ولسمشر غني د ټاکنیزو کمپاینونو یو مسؤل داوود سلطان زوی د کابل د ښاروال او شاکر کارګر د ولسمشرۍ د دفتر عمومي رییس په توګه ټاکل شوي دي.

 

ټیګونه

کمنټونه