Apr 06, 2020 11:39 Asia/Kabul
  •  په زابل او ارزګان کې ۳۹ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتی ده

د اتل ۲۰۵ قول اردو په یوه اعلامیه کې ویلي، ځواکونو یې د ارزګان ولایت په ترینکوټ کې له خپلو پوځیانو د دفاع په یو برید کې ۶ طالبان وژلي او ۲ ژوبل دي.

د افغان رسندویو له راپور سره سم د افغان پوځ ادعا کړې ده چې په ارزګان او زابل کې یې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۳۹ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د اتل ۲۰۵ قول اردو په یوه اعلامیه کې ویلي، ځواکونو یې د ارزګان ولایت په ترینکوټ کې له خپلو پوځیانو د دفاع په یو برید کې ۶ طالبان وژلي او ۲ ژوبل دي.

اعلامیه وايي، په خاص ارزګان ولسوالۍ کې یې هم دې ته ورته یو بل برید کې یې ۶ طالبان وژلي او ۴ یې ژوبل کړي دی، خو د زابل په ارغنداب کې يې ۲۱ طالبان د هوايي برید په ترڅ کې هغه مهال له منځه یوړل چې پر افغان ځواکونو یې برید کړی و.

اتل قول اردو وايي، درې واړه بریدونه یې یوازې له خپلو عسکرو د دفاع په هدف کړي دي، ځکه طالبانو په دغو دوه ولایتونو کې پر افغان ځواکونو بریدونه زیات کړي وو.

طالبانو د دغو بریدونو په تړاو څه نه دي ویلي، خو بیگا یې په بدخشان کې په وردوج ولسوالۍ باندې هم برید ناکام شوی دی.

طالبانو په یوه اعلامیه کې امریکا اود هغې  متحدین ملامت کړي وو چې د سولې هوکړې باندې یې عمل نه دی کړی.

 

ټیګونه

کمنټونه