Apr 06, 2020 12:37 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د سولې د تحقق لپاره د نړیوالې اجماع په نیشتوالي د حنیف اتمر نیوکه

په افغانستان کی د سولې د ځای پر ځای کولو لپاره د سیمه ایزې او نړیوالې اجماع د نیشتوالي په اړه د حنیف اتمر خبرې په داسې حال کی دي چی په نړۍ کې د کرونا کړکیچ درست نظرونه ځانته جلب کړي دي .

د افغانستان د خارجه وزارت نوی سرپرست وویل  د سیمه ایزې او نړیوالې اجماع نیشتوالې په افغانستان کی د سولې د پروګرام د اجرااصلی خنډ دې . اتمر پر دې په ټینګار سره چی د افغانستان د سولې د بهیر په اړه سیمه ایزه او نړیواله اجماع نشته ده زیاته کړه په سیمه کی وضعیت کې ندې بدل شوې  او مونږه د سیمې په نویو شرایطوکې د جمهوری نظام په ساتلو او د سولې له بهیره د سیمه ایزو ملاتړونو په ترلاسه کولو پسې یو .

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ددې خبرې په کولو سره چې  د سیمې هیوادونه د افغانستان د حالاتو په باب دقیق درک نه لري ،  او د افغانستان درک هم د سیمې  له حالاتو محدود دی ، زیاته کړې ، د ولسواکۍ د نظام ساتل  او  د افغانستان  د سولې له بهیره د سیمه ایز ملاتړ ترلاسه کول ،  د افغانستان د  نوي ډيپلوماسۍ  تر ټولو مهم چورلیز دی .

په افغانستان کی د سولې د ځای پر ځای کولو لپاره د سیمه ایزې او نړیوالې اجماع د نیشتوالي په اړه د حنیف اتمر خبرې په داسې حال کی دي چی په نړۍ کې د کرونا کړکیچ درست نظرونه ځانته جلب کړي دي .

د کرونا ویروس د خپریدا چټکتیا او د اخته کسانو د درملنې لپاره د مشخصو درملو نیشتوالې سبب شوې  دې چی د نړۍ درست هیوادونه خپلې ټولې هلې ځلې  د دغې ناروغۍ د مدیریت او کنټرولولو لپاره په کار واچوي اوپه داسې شرایطوکې په عملی توګه له کرونا سره ښکیلو څه د پاسه دوه سوه هیوادونو له لوري د بهرنی سیاست او نړیوالو کې فعالیدا دریدلی ده .

دې ته په پام سره چی امریکا هم په هغو هیوادونو کی شامله ده چی د کرونا له امله سخته ښکیله ده ، د کرونا کړکیچ په فضا کې په افغانستان کی د سپینې ماڼۍ د سیاسی پروګرامونو اجرا حاضر دمه د واشنګټن له ایجندې وتلی ده .

د تیرې فرورۍ میاشتې په ۲۹ په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمینځ د سولې له موافقې وروسته د افغانستان حکومت هیله من وو چی یو ډول په سیمه ایزې او نړیوالې اجماع سره د بین الافغانی خبرو اترو او په افغانستان کې دجنګ د دایمی ختمولو لپاره له طالبانو سره د سولې موافقې ته ورسی .

په امریکا کې د کرونا کړکیچ سبب شوی دی چی د ټرمپ ټوله هڅه د ولسمشرۍ د انتخاباتو ترسره کیدا ته په پاتې میاشتو کې له دغه ستر چیلنج په وتلو متمرکزه شی  او په همدې دلیل د افغان حکومت د نظر وړ اجماع لږ تر لږه په افغانستان کیب د سولې له بهیره د ملاتړ لپاره د لویدیځو قدرتونو ترمینځ  رامینځته نشي .

البته باید پام ولرلې شی چی له کرونا سره د نړیوالې ټولنې د ښکلیدا په منفی اغیز سربیره د عبد ا... او اشرف غنی ترمینځ د سیاسی تاوتریخوالیو دوام هم  ډیر مهم عامل دې چی د دغه هیواد د سولې په بهیر په تیره بیا بین الافغانی خبرو اترو د ترسره کولو لپاره خنډ رامینخټه کړې دې . په دې اساس په داسې شرایطو کې چی  نړیواله ټولنه د کرونا له کړکیچ سره د مقابلې او کنټرولولو لپاره ټولې هلې ځلې کوی ، د افغانستان حکومت باید دا تمه ونلرلې شی چی د دغه هیواد د سولې بهیر په دغو شرایطو کې په یوه مهم نړیوال ضرورت بدل شي .

پر دې سربیره په افغانستان کې د سولې له بهیره د نړیوالو ملاتړونو لپاره داخلی خراب سیاسی شرایط هم هغه ټکې دې چی د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست ته پام ندې کړې .

تمه کیږی چی حنیف اتمر په افغانستان کې د سولې د ځای پر ځای کولو لپاره د اجماع د غوښتنې د مطرحولو لپاره له داخلی ، سیمه ایز او نړیوال چاپیریال ژور درک ولرلې شی .

 

 

 

ټیګونه

کمنټونه