Apr 07, 2020 15:38 Asia/Kabul
  • خوست کې پولیسو یو تښتول شوی ماشوم کورنۍ ته سپارلی  او کابل کې د نشه يي توکو څلور قاچاقبران نیول شوي

افغان چارواکو د يو تښتول شوي ماشوم د پېدا کېدو او د څلورو قاچاقبرانو د نيولو خبر ورکړ.

د افغانستان دکورنیو چارو وزارت خبر پاڼه وایي د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د علیشېرو ولسوالۍ له ملي پولیسو سره یو ځای د یادې ولسوالۍ په مومندۍ اړوند سیمو کې د انسان تښتونې ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې یو پنځه کلن ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد کړ.
خبر پاڼه زیاتوي یاد ماشوم (اتل) نومېږي او له تېرو دوه ورځو راهیسې د انسان تښتوونکو په قید کې ؤ.

پولیسو اتل نومی خپلې کورنۍ ته سپارلی او د تښتونې قضیې په تړاو یې یو کس نیولی دی.

له بلې خوا خبر پاڼه وایي د کابل ولایت په بګرامي ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې څلور تنه د یو اندازه نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیول شوي دي.

ترلاسه شویو نشه یي توکو کې نه اویا (۷۹) کیلوګرامه ښيښه، یو کیلوګرام کوکائین، یو کیلوګرام کراک او یو اندازه نشه کوونکي تابلېت (کا) شامل دي چې په کرولا ډوله موټر کې یې په ځيرک ډول د قاچاق په موخه ځای پر ځای کړي وو.

په افغانستان کې هره ورځ دمختلفو جنايي جرمونو په تړوا مجرمین او نشه یې توکې نیول کیږي.

تېره ورځ د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ د ګذرې ولسوالۍ پولیسو د یادې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو کس چې د خپلې کورنۍ د یوه غړي له وژلو وروسته تښتېدلی و،  د پولیسو تر څار لاندې و چې بلاخره ونیول شو او همدا شان دحامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې یو کس د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شو.

 

ټیګونه

کمنټونه