Apr 08, 2020 12:09 Asia/Kabul
  • د طالبانو له کابل حکومت سره  له خبرو په سرغړونې د افغان ولسمشرغبرګون

له تیرې اونۍ راهسې د طالبانو او حکومتي لوري د بندیانو دخوشي کولو لپاره د کابل حکومت او طالبانو ترمینځ خبرې اترې په کابل کې پیل شوي ، خو د طالبانو د سیاسی دفتر ویندوي سهیل شاهین د بندیانو د خوشي کیدا په باب له کابل حکومت سره د خبرواترو د درولو خبر ورکړی دی .

د افغانستان ولسمشر د کابل له حکومت سره   دخبرواترو د درولو په دلیل بر طالبانو ډلې سختې نیوکې وکړې .

د افغانستان د ولسمشر ویندوي صدیق صدیقي  پخپل یوه ټولنیز پیغام کې  د خبرواترو د پيلولو لپاره په پلمو جوړونې د طالبانو په تورونلو سره  وئيلي دي ، د طالبانو ډلې لپاره  داسې هیڅ پلمه  او دلیل نه دی پاتې  چې  د افغانستان د حکومت او ددغې ډلې ترمینځ خبرې اترې وځنډوي .

صدیقي وئيلي دي ، که طالبان  سولې ته ژمن دي ، نو د خبرواترو د ځنډولو لپاره بل هیڅ دلیل نشته  ،ځکه  د کابل حکومت د سولې د بهیر لپاره یو لړ مهم ګامونه پورته کړي دي .

 له تیرې اونۍ راهسې د طالبانو او حکومتي لوري د بندیانو دخوشي کولو لپاره د کابل حکومت  او طالبانو ترمینځ  خبرې اترې په کابل کې پیل شوي دي . خو د طالبانو د سیاسی دفتر ویندوي سهیل شاهین  د بندیانو د خوشي کیدا په باب له کابل حکومت سره د خبرواترو د درولو خبر ورکړی دی .

Image Caption

 

د دواړو لورو  دبندیانو د خوشي کولو په باب د افغان حکومت او طالبانو ډلې ترمینځ د خبرواترو دریدا  له دې وروسته ترسره  شوي ، چې  دغې ډلې  د خبرواترو پر لوري د دباؤ په موخې سره  د طالب بندیانو په خوشي کولو کې په کارړنګونې  د کابل دحکومت  په تورنولو سره  دغه خبرې اترې درولي دي .

 د تیرې فرورۍ په ۲۹ نیټه  په قطر کې د امریکا او طالب ډلې ترمینځ د جوړجاړي  له موافقې وروسته  افغان ولسمشر اشرف غني ژمنه کړې ، چې طالب بندیان خوشي کوي ، چې ددغې ژمنې په اساس  له بین الافغاني  خبرواترو  له ترسره کیدا مخکې پنځلس سوه طالب بندیان خوشي کیږي او نور  هم  ددغو خبرواترو د پیلیدا په دوران کې  له زندانونو خوشي کوي .

د اشرف غني دغه فیصله   د افغانستان  په تیره بیا  د سیاسی شخصیتونو  او مدني ټولنې له سخت غبرګون سره  مخامخ شوه او  نیوکه کونکو دا  د بین الافغاني خبرواترو  له ترسره کیدا  مخکې له توجیه پرته  یو امتیاز بللی چې  ددغو خبرواترو په مرحلې کې  ددغه هیواد دحکومت  دموقعیّت د کمزوری کیدا لامل کیدلی شي .

 د طالب بندیانو د خوشي کولو لپاره د اشرف غني ژمنه چې  له طالب لوري سره د   دوحې  دجوړجاړي په موافقې کې د امریکا یوه ژمنه  ده ، د امریکا د حکومت په دباؤنو سره مطرح شوې ده .

که څه هم  اشرف غني د دوحې دموافقې له لاسلیک کیدا یوه ورځ وروسته  د طالب بندیانو خوشي کیدا لپاره د امریکا ژمنه ،  ددغه هیواد له صلاحیّتونو بهر بللې  او ورسره ئې  مخالفت کړی ، خو  د سپينې ماڼۍ  په دباؤنو سره  ئې په نهایت کې منلې چې  په دغې موافقې کې درج ژمنتیا اجرا کوي .

 په افغانستان کې  د ولسمشرۍ د لوړې د  دوو دستورو  په ترسره کیدا او  په دغه هیواد کې د سیاسی بحران  او ترینګلتیاؤ په ژورتیا  پسې  ددغه هیواد په تاؤتریخجنې فضا کې د طالب بندیانو دخوشي کولو لپاره د اشرف غني په فیصلې د داخلی نیوکو په زیاتیدا سره،حتی  ددغې ډلې د یو زر پنځه سوه بندیانو  خوشی کیدا،چې ټاکل شوې وه،د بین الافغاني خبرواترو مخکې ترسره شي ، وځنډیدله .

په افغانستان کې اوسنیو شرائطو ته په پام سره  داسې بریښي  چې اشرف غني د طالب بندیانو دخوشي کولو لپاره فیصله ، له طالبانو سره ددغه هیواد د خبرواترو مرکچي ټيم ته سپارلې  څو له دې لارې د ځان په ضد دداخلی د باؤنو یوه برخه کمه کړي او  په دې زمینې کې  د هرډول فیصلې احتمالی پایلې  دخبرواترو پلاوي ته متوجه کړي .

د اشرف غني  له خوا د افغانستان دحکومت مرکچي ټیم ته د طالب بندیانو دخوشي کیدا په باب د فیصلې  د سپارلو بدلون ، لامل شوی څو د اشرف غني دلومړنۍ ژمنې په اجرا کې ځنډ ددغې ډلې د لوړپوړو چارواکو له خوا  دسولې په لاره کې  دوخت ضائع کیدا او  پلمه جوړول اروزل کیږي .

  پر دې اساس  داسې  اخستون  کیږي ، چې  طالبانو دلې  د بندیانو د خوشي کولو لپاره  له حکومتي لوري سره  خبرې اترې  پر کابل حکومت د  دباؤ داعمالولو په موخې سره  د رولي دي .

 

ټیګونه

کمنټونه