Apr 08, 2020 14:58 Asia/Kabul
  • د تورخم له لارې تر۱۵زروزیات  افغانان په یوهیړبیرته ستنۀ شوي

عطا الله خوږیاڼي وایي په دویمه ورځ د پاکستان حکومت دشوي تړون نه په سرغړاوي سره نږدی لس زره تنه دهغوې په پاسپورتونو کې د ټاپي وهلو پرته راخوشی کړل چې دې لورې ته ولاړ امنیتی ځواکونه او روغتیا پالان ئې په کنټرولولو کې ناکام شول او په مخه له قرنطینه کیدا پرته په بازارونو کې خواره واره شول .

زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ  د افغاسنتان د دننګرهار د والی ویاند عطا ا...خوږیاڼي نن په یولړ څرګندونو کې وئيلی ، د شوي تفاهم له مخې چې د تورخم دروازه په یو طرفه ډول د پاکستان حکومت له لورې د هغو افغانانو د بیرته ستنیدا په موخه چې ددغې سترې لارې تر تړل کیدا مخکې   پاکستان ته پر ویزه تللي،  پرانستل شوي ده .

 نوموړي وویل په تفاهم کې راغلي و چې هره ورځ به زر تنه  بیرته افغانستان ته ستنیږي او په تورخم کې به په جوړ شوي کمپ کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه  یوویشت ورځو لپاره ساتل کیږي . دوالی ویاند وویل لومړې ورځ دپلان سره سم ه  کابو  زر تنه  له ستنیدو وروسته  د روغتیا پالانو له لورې تر چیک کیدو وروسته دقرنطین خیمو ته واستول شول .

 عطا الله خوږیاڼي وایي په دویمه ورځ د پاکستان حکومت دشوي تړون نه په سرغړاوي سره نږدی لس زره تنه دهغوې په پاسپورتونو کې د ټاپي وهلو پرته راخوشی کړل چې دې لورې ته  ولاړ امنیتی ځواکونه او روغتیا پالان ئې  په کنټرولولو کې ناکام شول  او په مخه  له قرنطینه کیدا پرته  په بازارونو کې خواره واره شول . دوالي ویاند وویل  د معلوماتو له مخې په راستنو شویو کې ګڼ شمیر د پاکستان د لاهور له سیمي چې د کرونا ویروس تر ټولو ډیری مثبتی پیښي لري شامل دي . خوږیاڼي ویلي دي  ولایتی ادارې د ننګرهار ولایت ټولو سیمه ییزو حکومتی چارواکو ته سپارښتنه کړی چې په خپلو سیمو کې  له پاکستانه په تیرو درو  ورځوکې  ستانه شوي پیدا او په کورونو کې ئې دکرونا ویروس د خپراوي د مخنیوي لپاره قرنطینه کړي.له پاکستان نه دکرونا پرویروس د ککړو شکمنوراستنو شویو  کسانو لټون داسی مهال پیلیږي چې ددی ولایت استوګن او یو شمیر روغتیا پالان چې له نوم اخیستلو ډډه کوي په ننګرهار کی د کرونا ویروس د ناروغانو د درملنی په ځانګړي روغتون کې دامکاناتو دکمښت له امله شکایت کوي

Image Caption

 

Image Caption

 

 

ټیګونه

کمنټونه