Apr 09, 2020 13:52 Asia/Kabul
  • طالبانو د افغانستان له جیلونو د خپلو زندانیانو آزادۍ ته غبرګون وښود

طالبانو د افغانستان له جیلونو د خپلو زندانیانو آزادۍ ته غبرګون وښود

طالب ډلې د افغانستان د حکومت له زندانانو څخه د خپلو بندیانو د آزادیدو په غبرګون کښې وویل چې د دغو زندانیانو آزادي له امریکې سره د دوي د موافقې له مخې د بندیانو د خوشې کولو د بهیر برخه نه ده.

د طالبانو ویاند ذبیح ا... مجاهد نن هم داشان وویل چې د دغې ډلې زندانیان باید د طالبانو او امریکې ترمینځ د شوې موافقې له مخې آزاد شي.

یاده دې وي چې د افغانستان د ملي امنیت د شورا دفتر پرون مازیګر له جیله د طالبانو د سلو قیدیانو د خوشې کیدو خبر ورکړ چې په افغانستان کښې د صلحې د ټینګښت لپاره د هلوځلو د یوې برخې په توګه خوشې کړې شوې دي.

د دغې بیانیې له مخې، آزاد کړې شوي سل تنه طالب قیدیان د دغې ډلې د تخنیکي پلاوي په لیسټ کښې شامل وو چې د آزادۍ په سر یې بحث او د نظر تبادله شوې وه.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په خپله بیانیه کښې زیاتوي چې د طالب ډلې له دغو بندیانو څخه له آزدولو مخکښې په بایومیټرک مشین ګوتې لګول شوې دي او دوي ژمنه کړې چې د افغانستان د حکومتي ځوکونو خلاف د جنګ ډګر ته به نه ستنیږي.

دا د طالب بندیانو وړومبۍ ډله ده چې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په امر له جیلونو خوشې کیږي.

 

ټیګونه

کمنټونه