Apr 10, 2020 15:11 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې دې  هراړخیز حکومت جوړ شي

په دغه پلان کې راغلي دي ، ولسمشر باید د وزارتونو څلویښت في صدي برخه ولري ،البته لومړی وزیر دې ددغو وزارتونو شپیته فی صدي برخه ولري .

تسنیم خبری آ ژانس راپورورکړ،عبدا...عبدا... چې ځان د افغانستان ولسمشر ګڼي نن په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ،که په دغه هیواد کې د غږمله یا ملی حکومت پلان ونه منل شي،نو خپله کابینه به معرفي کړي .

 ډاکټر عبدا...عبدا...چې  دافغانستان د سیاسی مخه ورو شخصیتونو په غوښتنې پسې ئې  یوه سیاسی تفاهم ته درسیدو لپاره د افغانستان  له  ولسمشر اشرف غني سره د خبرواترو نیټه  تمدید کړې وه،نن خبرداری ورکړی،که د هراړخیز حکومت پلان ونه منل شي ، نو سبا شنبې ورځې به د هراړخیز  حکومت  فرمان  صادر کړي .

د  عبدا.. عبدا... په مشرۍ  د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ثبات او همپالنې د ټيم یوه مسئول مقام  فضل احمد معنوي  هم وئيلي ، تر دې دمه  له اشرف غني سره  په خبرواترو کې هیڅ ډول موافقه  یا پرمختګ نه دی شوی  او دواړه لوري پر خپلو دریځونو ټینګار کوي . .

 هغه زیاته کړې کودتا او درغلي په ماتې محکوم دي ، قدرت او اعتبار له ولس لره دي  او انحصار ، یو اړخیزتوب  او تمرکز به پاي ته ورسیږي .

 دا نتخاباتو د دوو مخکښو لورو د  ډله ایز حکومت د جوړولو لپاره د عبدا... عبدا...  دپلان په اساس ،  باید هراړخیز حکومت جوړ شي  او یو ټیم دې  د افغانستان  په راتلونکي سیاسی جوړښت کې د ولسمشر په توګه او بل  ټیم دې هم  د لومړي وزیر په توګه کار وکړي .  په دغه پلان کې  چې  رسندویو هم خپورکړی دی،راغلي دي ، ولسمشر  باید د وزارتونو څلویښت في صدي برخه ولري ،البته  لومړی   وزیر دې ددغو وزارتونو شپیته فی صدي برخه ولري . 

 له دې مخکې اشرف غني  هم د سیاسی خبرواترو  لپاره د سمې فضا د  رامینځةکولو لپاره د حکومتي کابینې  او د چارواکو د ټاکلو بهیر  درولی  ؤ .

 

ټیګونه

کمنټونه