Apr 10, 2020 15:51 Asia/Kabul
  • په افغانستان او پاکستان کې هم په کرونا دککړو شمیر زیات شوی

دپاکستان مرکزی او صوبائي حکومتونو په درست هیواد کې لاک ډاؤن کړی او د جمعې لمانځه پشمول په د رستو دستورو او غونډو بندیز لګیدلی څو د کرونا ویروس د خوریدا مخنیوی وکړائ شي .

 زمونږخبریال راپورراکړ  د افغانستان  د روغتیائي چارو زوارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي ، د افغانستان د کابل پشمول په یولسو ولایتونو کې په تیرو شواروزو کې په کرونا ویروس اوه دیرش ککړ کسان پيژندل شوي او   تر دې دمه په د رست هیواد کې د ککړ کسانو شمیر پنځه سوه یوویشت تنو ته زیات شوی دی .

ددغه راپور په اساس یوبل کس هم خپل ژوند له لاسه ورکړی چې ټول شمیر شپاړسو کسانو ته ورسید.  د افغانستان د روغتیائی چارو وزارت  وئيلي دي ، ددغه هیواد روغتونونه  د کرونا ویروس دتشخیص او معلومولو لپاره  څه دپاسه یو میلیون کیټس ته  اړتیا لري .

Image Caption
Image Caption
Image Caption

 

 همداراز  د پاکستان  د ورغتیائي چارو سلاکار ډاکټر ظفر  مرزا هم وئيلي دي، تر نن ماسپيښین پورې په دغه هیواد کې په کرونا د ککړو کسانو شمیر څلور زره شپږ سوه یو څلویښت کسانو ته رسیدلی او د درو نورو قربانیانو په زیاتیدو سره  د مړو شمیر هم شپږشپیته تنو ته زیات شوی  او دغه ناروغي هماغه راز په زیاتیدا ده .  وئیل کیږي ،  دپاکستان مرکزی او صوبائي حکومتونو په درست هیواد کې لاک ډاؤن کړی او د جمعې لمانځه  پشمول په د رستو دستورو او غونډو بندیز لګیدلی څو د کرونا ویروس د خوریدا مخنیوی وکړائ شي .

 

ټیګونه

کمنټونه