May 21, 2020 16:31 Asia/Kabul
  • د ننګرهار ولایت دچپرهار ولسوال په ځان وژونکې حمله کښې ژوبل شو

دغه حمله له غرمی وروسته خواوشا درې بجې د د افغانستان د ننګرهار ولايت د جلتل اباد ښار سهیلي څنډې ته د هډې فارم په سیمه کښې وشوه.

 له جلال آباد زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې دننګرهار دوالی ویاند عطاالله خوږياڼي وويل برید کوونکی چې پلی ؤ د چپرهار ولسوال محمد صدیق دولتزی موټر یې هغه مهال په نښه کړ چی له سیمی نه د تیریدو په حال کښې ؤ د والي ویاند وایی په دغه ځان وژونکي برید کښې ولسوال او زوے یی برسیرن  زخميان شوي دي خو د ولسوال دکورنۍ یو غړے دنوم نه ښودلو په شرط ویلی چې په برید حمله  ولسوال دوه زامن یی یو ساتونکی او موټر چلوونکی چی په یو موټر کی سپاره و سخت  ژوبل شویدي د ننګرهار د عامی روغتیا ریاست هم په پیښه کی ددوه تنو زخمي کیدل تائید کړی دي تر اوسه د دې برید مسولیت د دولت کومی مخالفی ډلی په غاړه نده اخېستې. دچپرهار ولسوال محمد صدیق دولتزی د مشرانو جرګی رئیس فضل الهادی مسلمیار مشر ورور دے.

 

 

ټیګونه

کمنټونه