May 23, 2020 11:50 Asia/Kabul
  • پاکستان د افغان حکومت دمخالفو ډلو دمشرانوملاتړته دوام ورکوي

لکه څنګه چې واشنګټن د افغان حکومت له مخالفو ډلو سره د مخامخیدو توان نه لري او ددغه هیواد دامنیت اوسولې په ټينګولو کې بې وسه دی ، نو هڅه کوي څو له دې لارې ځینی هیوادونه د افغانستان په کورنیو چارو کې په لاسوهنې تورن کړي څو خپل پوځي شتون توجیه کاندي ، خو نور وخت ترې تیر شوی او عمومي افکارو د امریکایانو په دوکو نور نه غولیږي .

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ  دامریکا دفاع وزارت  په یوه وروستي راپور کې یو ځل بیا ادعا کړې ، د پاکستان حکومت د افغانستان د حکومت مخالفو ډلو ته په پناه ورکولو سره له هغوي ملاتړ ته دوام ورکوي .

  د امریکا دجنګ وزارت پنټاګان په دغه راپور کې راغلي دي،په پاکستان کې د اشرف غني دحکومت د مخالفو ډلو شتون،د افغانستان د سولې او ثبات لپاره یو ګواښ دی .

 پاکستان په کرتو  دامریکا د سیمه ایزو پلانونو اودسیسو د ناکامیدو او دعمومي افکارو د غولولو لپاره  دامریکا دغه ډول ادعاګانې  دوکه او پر نورو تپل بللياو په دې اند دی،لکه څنګه چې واشنګټن د افغان حکومت له مخالفو ډلو سره د مخامخیدو توان نه لري  او  ددغه هیواد دامنیت اوسولې په ټينګولو کې  بې وسه  دی،نو هڅه کوي څو له دې لارې ځینی هیوادونه  د افغانستان  په کورنیو چارو کې په لاسوهنې تورن کړي څو  خپل پوځي  شتون توجیه کاندي،خو نوروخت ترې تیر شوی او عمومي افکارو د امریکایانو په دوکو نور نه غولیږي . 

 

ټیګونه

کمنټونه