May 23, 2020 13:38 Asia/Kabul
  • په غزني کې یولس وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتي

د افغانستان د روغتیا او درملنې دچارو مرستیال وزیر وحید مجروح باندې نن په لوګر ولایت کې هاله حمله شوې،چې له پکتیا او خوست ولایتونود درملنې دمرکزونو له لیدو وروسته بیرته کابل ته روان ؤ .

زمونږخبریال له غزني راپور راکړ بیګا  دافغانستان  د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ اړنده په یوه  کلي کې افغان هوايي ځواک  له لورې  دطالبانو  د ملا ذاکر  ګروپ په ضد عملیات کړی ،  چې له نتیجې کې ئې  ددغه ګروپ  د سرګروپ ذاکر پشمول ۷  وسلوال طالبان وژل شوي او ۳  نور ئې ژوندي نیول شوي دي.

په دغه عملیاتو کې د وسلوالو اړونده یوه ګاډی  او یو شمېر وسلې او مهمات هم تباه  شوي دي .

همداراز له کابله هم زمونږ خبریال راپور راکړ د افغانستان د روغتیا او درملنې  دچارو مرستیال وزیر  وحید مجروح باندې نن  په لوګر ولایت کې هاله حمله شوې،چې  له پکتیا او خوست ولایتونود درملنې دمرکزونو له لیدو وروسته بیرته کابل ته روان ؤ . البته راپورښئ چې  وحید مجروح پکې بچ پاتې شوی دی.د خبر ترمخابیره کیدا پورې ددغې پښې پړه چا په غاړه نه ده اخستې.

 همداراز په یوه بل خبر کې وئيل شوي دي،د پروان د والی ویندوئې  وحیده شاهکار وئيلی دي ،  وسلوالو مخ پټو کسانوپرون ناوخته ددغه ولایت په چاریکار ښار کې د وارداتي بریښنا ستره ستنې  الوزولې  او ددغه ولایت دځينو برخو بریښنا هم غوڅه شوې ده .  هغه وئیلی دي  اړه دوه کسان نیول شوي دي . 

 

ټیګونه

کمنټونه