May 24, 2020 13:39 Asia/Kabul
  • دافغانستان د عالمانو دشورا مشر وفات شو

د خداي بخښلي مولوي صیب مړینه د افغانستان ولس په تیره بیا دعالمانو ټولنې دروند تاوان دی او خداي دې وکړي چې دغه تشه همداراز په زړه سوانده عالمانو سره ډکه شي .

زمونږخبریال له کابله راپور راکړ  د  افغانستان  دعالمانو د عمومی شورا یوه مسئول مقام  مولوي عطا ا... لودین  نن په یولړ څرګندون کې  دخدي بخښلي  مولوی قیام الدین کشاف  دمړینې علت  د عمر ډيروالی بللی دی .

 مولوي قیام الدین کشاف  کابو له  لسو کلونو راهسې د افغانستان د  عالمانو دعمومي شورا مشر ؤ .

د افغانستان د عمومی عالمانو شورا  له شیعه او سني  عالمانو جوړه یوه عمومی شورا ده  چې   د افغانستان  په سیاسی او ټولنیزو بدلونونو کې  اغیزشیندونکي  عمومی شورا ده .

د خداي بخښلي مولوي صیب مړینه  د افغانستان  ولس په تیره بیا دعالمانو ټولنې دروند تاوان دی  او خداي دې وکړي چې دغه تشه همداراز په زړه سوانده عالمانو سره ډکه شي .

 

ټیګونه

کمنټونه