May 24, 2020 13:54 Asia/Kabul
  • طالبان په جوزجان کې د خلکو له کورونو د سنګرونو په توګه استفاده کوي

د جوزجان د والی د ویندوي په وینا ، په تیرې یوې اونۍ د طالبانو په دغه اقداماتو پسې امنیتی ځواک هم د دغه ولایت په مردیان او منګجِک ولسوالیو کې پاکونکي عملیات پیل کړي دي . هغه منلې ده چې تر دې دمه له کډوالو سره هیڅ ډول مرسته نه ده شوې خو له مرکزي حکومته دم لګرتیا غوښتنه شوې ده .

زمونږخبریال د صداي افغان خبری اژانس له قوله راپور راکړ  د افغانستان د جوزجان ولایت  ویندوي عبدالمعروف آذر  وئیلي دي ، تیره اونۍ  طالبانو  ددغه ولایت د مردیان  ولسوالس له بیلابیلو کلو کابو یو زر پنځه سوه  کورنۍ او همداراز د  مینګجِک  ولسوالۍ  دوه نیم سوه نوره کورنۍ په  زوره له خپلو کورونو ویستلي  چې  دوي  هم  د جوزجان ولایت نورو کرارو سیمو ته پناه وړې ده او  له دغو کورونو  وسلوال طالبان د مورچلو  او پټنځایونو په توګه استفاده کوي .

 د جوزجان د والی د ویندوي په وینا ،  په تیرې یوې اونۍ  د طالبانو په دغه اقداماتو پسې  امنیتی ځواک  هم  د دغه ولایت په مردیان او منګجِک  ولسوالیو کې  پاکونکي عملیات پیل کړي دي .  هغه منلې ده چې تر دې دمه  له کډوالو سره  هیڅ ډول مرسته نه ده شوې  خو   له مرکزي حکومته  دم لګرتیا غوښتنه شوې ده .

 په یوه بل خبر کې وئیل شوي دي ، د  افغانستان  دکورنیو چارو وزارت  ویندوي پرون ناوخته وئیلي دي ، د کابل دپولیسو دوه قوماندانان ئې  د دووپولیسو له ترور کیدا وروسته له خپلو دندو ګوښه کړي دي ..

 د  افغانستان د کورنیو چارو وزیر  دوه ورځې مخکې  د کابل ښار د پولیسو درستو قوماندانانو ته خبرداری ورکړی ؤ  چې  که  له دې وروسته  د دوي تر کنټرول لاندې  سیمو کې له موټر سائیکل څخه په استفادې سره  هر ډول ترور  وشي ، نو ددغو سیمو قوماندانان به  له خپلو دندو ګوښه شي .

 

ټیګونه

کمنټونه