May 25, 2020 05:19 Asia/Kabul
  •  افغان ولسمشر وایی دوه زره طالبان خوشې کوي، طالبانو یې هرکلې وکړ

اشرف غني په دې غونډه کې د اختر په ورځو کې د طالبانو له لوري د اوربند اعلان ته د روغ نیت ښودلو په موخه د دوه زره طالب زندانیانو د ازادېدو بهیر د پیلولوحکم ورکړ.

د افغان رسندویو له راپور سره سم افغان ولسمشر په دې اړه له خپل دویم مرستیال استاد سرور دانش، د سترې محکمې رئیس سیدیوسف حلیم، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب، لوی څارنوال فرید حمیدي، فضل محمود فضلي، د ملي امنیت عمومي رئیس احمدضیا سراج او د زندانونو چارو د تنظیم عمومي رئیس احمد راشد توتاخېل سره ځانګړې ناسته کړې.

اشرف غني په دې غونډه کې د اختر په ورځو کې د طالبانو له لوري د اوربند اعلان ته د روغ نیت ښودلو په موخه د دوه زره طالب زندانیانو د ازادېدو بهیر د پیلولوحکم ورکړ.

بلخوا د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین د دې اعلان هرکلی کړی او په خپل ټویټر یې لیکلي له مقابل لوری څخه د ۲۰۰۰ بندیانو د خلاصون اعلان یو ښه ګام دی.

د شاهین په خبره د دوحې په توافقنامه کې د ۵ زرو بندیانو د خلاصون غوښتنه د دې لپاره وه چې د اعتماد مناسبه فضا رامنځته شي باید دغه پروسه تکمیل شي ترڅو د بین الافغاني مذاکراتو د پيل په مخکې خنډونه لیري شي او ورپسې پرمختګونو ته زمینه برابره شي.

سهېل شاهین زیاته کړې له دې سره هم مهاله طالبان هم په خپله خوا کې د بندیانو خلاصون ته متعهد دی.

 له بلې خوا اشرف غنی له ګاوندیانو غوښتی دی چی د افغانستان دسولې په بهیر کې دې ګاونډیان ملګرتیا وکړي

زمونږخبریال له کابله راپور راکړ  د افغانستان ولسمشر اشرف غني  پرون د نیکمرغه کوچني اختر  دلمانځه په دستورو کې  ووئيل ،  باثباته افغانستان د سیمې د امنیت لامل کیږي او ګاونډي هیوادونه  دې په دغه هیواد کې  د جنګ له ختمیدا سره  مرستې وکړي .

 دافغانستان ولسمشر  ددې خبرې په کولو سره چې  جنګ  د دغه هیواد د ولس لپاره  له بدبختیو پرته بل هیڅ  نه دي درلودلي ، ووئيل ،  په افغانستان کې  اوسنی جنګ هیڅ رواوالی نه لري  او   نهائي حل لاره  له طالبانو سره دسولې دخبرواترو پیلول دي .

 اشرف غني همداراز  د  روژې دمبارکې میاشتې  داختر  په شپو ورځو کې  د درې ورځني اوربند لپاره د طالبانو داقدام هرکلی وکړ او  له حکومتي ځواکونو ئې غوښتي ، ددغې ډلې د مرکزونو او مورچلو په ضد دې له حملو ډډه وکړي .

 دافغانستان د مصالحې  دعالی شورا مشر عبدا...عبدا... هم  د طالبانو داوور بند په غبرګون کې  دا ،په افغانستان کې د سولې د ټينګیدا لپاره  یو مثبت ګام وبالۀ.  عبدا.. عبدا...  هیله ښودلې ، د نیکمرغه اختر  په شپو ورځو کې اور بند ، د دواړو لورو د بندیانو د مبادلې دچټکتیا ، د حملو د  کمیدا د دوام او د افغانانو ترمینځ دخبرواترو دپیلیدا لامل شي

 

ټیګونه

کمنټونه