May 25, 2020 12:52 Asia/Kabul
  • د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل هم په کورونا اخته شو

د افغانستان د ختيځ ولايت ننګرهار والي شاه محمود مياخېل په کورونا وايرسواخته شوے دے.

مياخيل پر خپله ټويټر پاڼه ليکي، «له تېرو څو ورځو ناروغۍ وروسته يې د کورونا نتيجه مثبته ختلې، خو اوس يې روغتيايي وضعيت د پام وړ دے».

هغه له خلکو غوښتي تر څو په وړوکي اختر کې ګرځبنديز عملي او د خلکو ترمنځ ټاکلی واټن په پام کې ونيسي.

مياخيل يو له هغو واليانو څخه دے چې د کورونا مخنيوي لپاره يې په ننګرهار ولايت کې جدي او بېلا بېلې ستونزمنې پريکړې وکړې.

د تازه شمېرو له مخې اوسمهال په ننګرهار کې د کورونا مثبتې پېښې ۵۴۵ ته رسېدلي چې له کبله يې ۲۶ کسان مړه شوي او ۲۰ بېرته روغ شوي دي.

بايد وويل شي چې له دې وړاندې د قندهار والي حيات الله حيات هم په کورونا اخته شوے و چې اوس يې حالت ښه شوے دے.

د دې سربېره د عامې روغتيا وزير فيروزالدين فيروز هم څو اونۍ وړاندې په کورونا اخته شوے و خو اوس يې دغې ناروغۍ ته ماتې ورکړې ده. اوسمهال افغانستان کې د کورونا تر ټولو زياتې پېښې په کابل کې ښودل کيږي چې شمېر يې ۳۴۶۰ ته رسيږي. په ټول افغانستان کې ۱۰۵۸۲ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ۲۱۶ مړه شوي او ۱۰۷۵ بېرته روغ شوي دي.

 

ټیګونه

کمنټونه