May 25, 2020 15:53 Asia/Kabul
  • پنځو هیوادونو په ګډه اعلامیه کښې ډزبندۍ د هرکلی او په بین الافغاني مذاکراتو يې تاکيد وکړ

د قطر، انډونېشیا، ازبکستان، جرمني او ناروے هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د یوې ګډې اعلامیې له لارې د طالبانو او حکومت تر منځ له ډزبندۍ هرکلی کړے او د بین الافغاني مذاکراتو د زر شروع کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د انډونېشيا له بهرنیو چارو وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ډزبندي د سولې پروسې د وړاندې تګ په برخه کښې یو مثبت ګام دے او د افغانانو هیله دا ده، چې تشدد پاې ته ورسېږي او هیواد ته سوله او ثبات راشي.

پنځو هیوادونو په ګډه اعلامیه کښې د ډزبندۍ هرکلی او په بین الافغاني مذاکراتو تاکيد کړے دے.

خبرپاڼه کې وړاندې ټول لوري هڅول شوي، چې زر تر زره بین الافغاني مذاکرات شروع کړي، چې له امله یې روان کړکېچ پاې ته ورسېږي او د اوربند دائمي کېدو ته لاره پرانستل شي او تر څنګ یې غوښتنه شوې، چې باید له کورونا وبا څخه د بندیانو د ساتنې لپاره ځانګړي اقدامات ترسره شي.

قطر، انډونېشيا، ازبکستان، جرمني او ناروے هیوادونو په افغان سوله کښې د ملګرتيا کولو ژمنه هم کړې ده.

 

ټیګونه

کمنټونه