May 25, 2020 16:45 Asia/Kabul
  • په تخار کښې په نښته کښې مرګ ژوبله رامنځته شوه

نښته د اختر په وړومبۍ ورځ د تخار ولایت د ګلفګان ولسوالۍ د “قورق‌سای” په کلي کې د دوو غیر مسولو وسله والو ډلو ترمنځ شوې ده.

د افغان سرچينو له قوله  په دغه نښته کې (۱۰) کسان وژل شوي او (۵) نور ژوبل شوي دي .

د تخار ولایتي چارواکي دا تائیدوي، چې په دغه ولایت کې زرګونه کسان غیر قانوني وسلې لري، چې وخت ناوخت د وسله والو نښتو او ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب ګرځي.

چارواکي وايې چې د افغان پارلمان یو پلاوی هم د چاه اب ولسوالۍ کې د شخصي دښمنیو د پای ته رسولو د هڅو په لړ کې دغې ولسوالۍ ته تللی دی.

په دغه ولسوالۍ کې د پخوانیو مجاهدینو د قومندانانو ترمنځ د اوږدو کلنو راهسې دښمنۍ دوام لري، چې وخت ناوخت د وسله والو نښتو سبب هم کیږي.

که څه هم دا ځل اختر کې وسله والو طالبانو او افغان حکومت له یوبل سره ډزبندي کړې ده او خلک دې ډزبندۍ ته ډېر خوشحاله دي ؛ خو دا ډول جګړو یې د اختر خوښۍ زیانمني‌کړي دي .

 

ټیګونه

کمنټونه