May 27, 2020 13:59 Asia/Kabul
  • ایران او افغانستان د انساني قاچاق د مخنیوي په سر موافقه وکړه

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت حقوقي مرستیال د انساني قاچاق او غیرقانوني تګ راتګ د مخنیوي لپاره د افغانستان له حکومت سره د موافقې خبر ورکړ.

د ایران د خارجه وزارت د حقوقي چارو مرستیال محسن بهاروند نن افغانستان ته د خپل سفر په پاې کښې زمونږ خبریال ته په مرکه کښې، کابل ته د خپل دوه ورځني سفر پایلو ته په اشارې سره څرګنده کړه: د ایران او افغانستان ترمینځ د شوې موافقې له مخې، د دواړو هیوادونو ترمینځ هرډول موافقه باید د قانوني بهیر په اساس وشي او کوم کسان چې د کار یا سیل لپاره ایران ته راځي باید له قانوني لارو راشي.

د ایران د خارجه وزارت حقوقي مرستیال زیاته کړه چې د افغانستان حکومت منلې څو خپلې سرحدي پوسټې فعالې کړي او د غیرقانوني تګ راتګ د مخنیوي په لړ کښې لازیات رول ولري.

کابل ته د ایران د خارجه وزارت لیږل شوي پلاوي پرون د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت له سرپرست حنیف اتمر او د دغه هیواد د ملي مصالحې د عالي شورا له مشر عبد ا... عبد ا... سره ملاقاتونه وکړل.

محسن بهاروند له ډاکټر عبد ا... سره په کتنه کښې په سیند کښې د افغان ښاریزو د ډوبیدو د پيښې په غندلو سره د ایران او افغانستان ترمینځ په ښو اړیکو او په دې موضوع د غور او تحقیق له ډلې سره په جدي ملګرتیا ټینګار وکړ.

د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر هم د ثور میاشتې د ۱۳مې د پېښې په اړه د تحقیقاتو هدف د عاملینو مجازات او لازم اقدامات وبلل او ویې ویل چې د دا ډول پېښو د تکرار او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړیکو یې د اغېز مخه ونیول شي.

هغه له ایراني پلاوي سره په کتنه کښې هم داشان له کرونا وایرس سره د مقابلې لپاره له افغانستان سره د ایران د طبي مرستو قدرونه وکړه.

 

ټیګونه

کمنټونه