May 27, 2020 15:21 Asia/Kabul
  • عبد الله عبد الله په افغانستان کښې د اوربند په دوام ټینګار وکړ

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر په دغه هیواد کښ د اوربند په دوام باندې تاکید کړی دی.

له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې عبد الله عبد الله نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل: د وړوکي اختر په ورځو کښې اوربند سبب شو چې خلک په کراره او له وژلې او وینه توییدنې له اندیښنې په پاکه فضا کښې د اختر جشن ترسره کړي او ضروري ده چې د افغانستان د خلکو د سر او مال د ساتنې او د خلکو د ښاریزو لپاره د امنې او خوندي فضا د برابرولو لپاره اوربند تمدید او دایمي شي.

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر هم داشان د حکومت له خوا د طالب ډلې د بندیانو د آزادۍ د هرکلي په ترڅ کښې دغه اقدام په افغانستان کښې د پایداره صلحې د عملي کیدو په لاره کښې یو مثبت ګام وباله او ټینګار یې وکړ چې طالبان دې هم حکومتي زندانیان آزاد کړي.

ډاکټر عبد الله دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بیګا د اوربند د تمدیدولو او له دغې ډلې سره د صلحې د مذاکراتو د پیلولو لپاره د افغانستان د حکومت له غوښتنې سره مخالفت کړی او ویې ویل: اوربند د کوچني اختر په مناسبت یوازې د دریو ورځو لپاره اعلان شوی و.

 

ټیګونه

کمنټونه