May 27, 2020 17:39 Asia/Kabul
  • کونړ ولایت کې په لومړي ځل دشفتالو حاصلات زیات شوې دي

د کونړ دکرنی او مالدارۍ ریس وایي په کونړ کې دشفتالو باغونو جوړولوسره نه یوازی داچې د ښه کیفیت لرونکي شفتالو تولیدوي بلکې سلګونو ځایی خلکو ته دکار کولو زمینه هم برابره شوی ده.

زمونږ خبریال وایي چې د چارواکو په خبره چې له دې لارې باغ لرونکو ته ملیونونه افغانۍ ګټه رسیدلی ده. د کونړ ولایت د کرنې او مالدارۍ ریس نجیب الله وایي په کونړ ولایت کې پر مالټو،لیمواو نارنجو سربیره ځایی خلکو پر ۹۵۰ جریبه زمکه د شفتالو باغونه هم جوړ کړي چې سږ کال یۍ د۲۷۰ جریبه زمکې باغونوڅخه نږدې څلور سوه ټنه شفتالو تر لاسه او بازار ته وړاندی کیږي او باغ لرونکو به ته ملیونونه افغانۍ ګټه ورسیږي .

د کونړ دکرنی او مالدارۍ ریس وایي په کونړ کې دشفتالو باغونو جوړولوسره نه یوازی داچې د ښه کیفیت لرونکي شفتالو تولیدوي بلکې سلګونو ځایی خلکو ته دکار کولو زمینه هم برابره شوی ده.

خو باغ لرونکي بیا له حکومت نه په کونړکې دشفتالو او نورو تولید شویو تازه میوو دساتنې په موخه دسړو خونودجوړولو او دغه راز په نړیواله کچه د پلور د بازار موندلو غوښتنه کوي. که څه هم کونړ یوه غریزه سیمه او د کرنې لپاره ډیری کمې زمکې لري خو تیر کال پکی د مالټو او لیموګانو د تولید زیاتوالي او دغه راز په روان کال کې د شفتالو او نورو تازه میوو دتولید دکچې لوړول له خلکو سره هیلې زیاتې کړي او دا د کونړ د خلکو د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره یو پېل بولي.

 

ټیګونه

کمنټونه