May 28, 2020 07:37 Asia/Kabul
  • په زابل کې پر افغان ملکي وګړو د امریکایي د بې پیلوټو الوتکو بمبار

تېره ورځ د زابل ولایت په شاجوی ولسوالي کې د هوایي برید له امله شپږ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغان رسنیو په حواله دا برید پر هغو خلګو شوی دی چې له زندان څخه د یو خوشې شوي کس هرکلي ته ورغلي وو.

 د دوی په وینا په دې برید کې دوه تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. خو د زابل ولایتي چارواکي وایي وسله والو پرون پر امنیتي ځواکونو برید کړی او وروسته هوايي ځواکونه د امنیتي ځواکونو مرستې ته ورغلي او هوایي بریدونه یې کړي چې له امله یې ۱۸ وسله وال وژل شوي او ۳ ماشومان ټپیان شوي دي.

 

ټیګونه

کمنټونه