May 28, 2020 11:24 Asia/Kabul
  • د افغانستان په جګړه کې د امریکا پر ناکامه کېدو باندې د امریکایي رسنیو اعتراف

د بزنس انسایډر په نامه امریکایي مشهوره رسنۍ له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو ایستلو په اړه د ټرمپ څرګندونو ته په اشارې سره یوه مقاله خپره کړې ده.

مخکښ امریکایي نظامي کارپوه ډیویډ پولټز په یوه مقاله کې چي په بزنس انسایډر کې خپره شوې ده لیکې: ټرمپ په دې وروستیو کې ښه پرېکړه کړې ده، ځکه امریکایي چارواکي پخوا لا پوهېدل چې افغان جګړه نشي ګټلی نو باید خپل ځواکونه یې له افغانستان څخه ایستلي وای.

د دغه نظامي کارپوه په باور: له دې سره سره چې پر طالبانو د ګډوډۍ نه جوړولو باور نشي کېدای خو دا پرېکړه ځکه سمه ده چې امریکا له ۱۹ کلونو راهیسي په افغانستان کې د زرګونه سرتېرو په قربانۍ او د ټریلینونو ډالرو په لګښت سره له افغان جګړې هیڅ هم لاسته نه دي راوړي نو غوره ده چې نور ورته د پای ټکی کېښودل شي او تر ممکنه حده هر څومره ژر امریکایي سرتېري بېرته امریکا ته ستانه کړل شي.

د مقالې لیکوال وایي: امریکا خپل هدف لاسته نه دی راوړی او دا دردونکی اعتراف دی چې د امریکایي سرتېرو له وتلو وروسته به افغان متحدین او سیمه له ګواښ سره مخ شي خو له په شا کېدو پرته بله چاره هم نشته ده.

 

ټیګونه

کمنټونه