May 29, 2020 08:22 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې اتلس طالبان ووژل شول

اتلس تنه طالبان د دې ډلې په سنګرونو باندې د افغانستان د ملي اردو په هوايي برید کښې وژل شوې دي.

د افغانستان د زابل ولایت د پولیسو ویاند محمد لعل امیري پرون وویل چې د افغانستان د پوځ جنګي الوتکو د دغه ولایت د شاه جوي ولسوالۍ په اطرافو کښې پر دوو سیمو حمله وکړه چې په کښې اتلس تنه طالب وسله وال وژل شوي او زخمي شوي دي.

له دې مخکښې د کابل د شمال د پروان ولایت په سیاګرد ولسوالۍ کښې د افغانستان پر پوځي ځواکونو د طالبانو په حمله کښې اووه تنه افغان عسکر وژل شوي وو.

 

ټیګونه

کمنټونه