May 29, 2020 12:10 Asia/Kabul
  • اروپايي  سفیرانو له عبدالله عبدالله خبرې وکړې

تسنیم خبري اژانس وايي په افغانستان کښې د اروپايي هیوادونو سفیرانو او د اروپايي اتحادیې استازیو په کابل کښې د ملي روغې جوړې د لوړې شورا له مشر عبدالله عبدالله سره په کتنې کښې د مشارکتي حکومت د جوړولو لپاره د سیاسي موافقې ملاتړ وکړ .

د افغانستان د ملي روغې جوړې د شورا د مشر د رسنیو دفتر په یوې (۱) خبرپاڼه کښې وویل په دغه کتنې کښې چې پرون وشوه د سیاسي موافقې ، د سولې په بهیر کښې د پرمختګونو ، له اوربند د هرکلي ، د  بندیانو د تبادلې ، د سولې د پراخ بنسټه خبرو اترو د پیلیدا د چټکتیا او په هیواد کښې د سولې له هڅو د اروپايي اتحادیې د ملاتړ په هکله سلامشوره وشوه .

په افغانستان کښې د اروپايي هیوادونو سفیرانو او د اروپايي اتحادیې استازیو د ملي روغې جوړې د شورا له مشر عبدالله عبدالله سره په دغه کتنې کښې د واک د ویشلو لپاره د ولسمشر اشرف غني او د عبدالله عبدالله د سیاسي موافقې په هرکلي سره په دغه هیواد کښې د سولې له هڅو خپل هراړخیزه ملاتړ اعلان کړ .

محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله چې د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې دوه (۲) سیال کاندیدان وو د ټولټاکنو د پایلو په هکله له میاشتو میاشتو تاوتریخوالي وروسته څه موده مخکې سیاسي موافقه لاسلیک کړه .

د دغه موافقې پراساس اشرف غني هماغه راز د افغانستان ولسمشر پاتی شو او عبدالله عبدالله هم د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مسولیت پرغاړه واخیست او په کابینې کښې  به هم پنځوس (۵) فیصده ونډه ولري .

 

ټیګونه

کمنټونه