May 30, 2020 04:14 Asia/Kabul
  • طالبانو د حکومت له استازیو سره خبرې وکړې

طلوع نیوز خبري چینل راپور ورکړ د طالبانو یوه (۱) پلاوي پرون په قطر کښې د افغانستان د حکومت له استازیو سره کتنه او د هیواد د کړکیچ د هواري په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه .

د افغانستان له ډلو سره د طالبانو ترمینځ د  سولې د  خبرواترو برابرول ، د دواړو لورو د بندیانو د  خوشي کولو دوام  او د سیاسي کړکیچ حل کول په قطر کښې د افغانستان د حکومت له استازیو سره د طالبانو ډلې د پینځه (۵) کسیزه پلاوي د پرون ورځې د خبرو اترو ترټولو مهمې موضوعګانې وې .

دغه راز د  مولوي ضیا الدین په سرپرستۍ د طالبانو یو(۱) پلاوی وړمه ورځ د افغانستان پلازمینې کابل ته تللی او نوموړي  پلاوي په قندوز او بغلان ولایتونو کښې د دغه ډلې له قید څخه د اتیا (۸۰) حکومتي عسکرو د خوشي کیدا خبر ورکړ .

د طالبانو پلاوی وروسته له دې کابل ته تللی چې د اشرف غني حکومت د افغانستان له زندانونو د دغه ډلې نهه سوه (۹۰۰) بندیان خوشي کړل .

طالبانو ته نږدې سرچینو وویل کابل ته د دغه ډلې د پلاوي د سفر یو(۱)مهم ماموریت دا دی چې په دغه پړاو کښې د افغانستان د حکومت له زندانونو څخه د دغه ډلې درې نیم زره (۳۵۰۰) نور بندیان خوشي شي .

د افغانستان حکومت تراوسه د طالبانو دوه زره (۲۰۰۰) بندیان خوشي کړي دي او اراده لري زر (۱۰۰۰) نور طالبان هم خوشي کړي .

طالبانو هم تراوسه د افغانستان درې سوه دیرش (۳۳۰) حکومتي عسکر خوشي کړي دي .

 

ټیګونه

کمنټونه