May 31, 2020 05:01 Asia/Kabul
  • کابل کښې یوې چاودنې دوه تنه ووژل

په کابل ښار کې د خورشید په نوم خصوصي ټیلیویژن د خبریالانو په موټر د بمي چاودنې له امله لږ تر لږه ۲ تنه وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.

دا پېښه پرون مازدیګر د کابل ښار څلورمې ناحیې  اړوند سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د خورشید ټیلیویژن خبریالان کور ته روان وو، چې د سپرلۍ په موټر یې د نښلول شوي چسپکي ماین چاودنه وکړه.

لومړني معلومات ښيي چې، په دغه چاودنه کې د خورشید ټیلیویژن یو خبریال او یو تخنیکي همکار وژل شوی او ۵ تنه نور کار کوونکي ټپیان دي.

په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب ادارې دغه برید په کلکه غندلی دی او له امنیتي ځواکونو یې د پېښې د عاملینو د پیدا کولو غوښتنه کړې ده.

تردې دمه هیچا د دې برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستې.

له بل پلوه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دغه چاودنه کې خپل لاس لرل رد کړي، نوموړي بیګا په یو ټویټ کې داسې ویلي: «په کابل ښار کې د خورشید ټیلیویژن په کارکونکو نننۍ چاودنه په مونږ پورې اړه نه لري.»

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې هدفي وژنې زیاتې شوي او وخت ناوخته شکمن بریدونه هم ترسره کیږي، چې له امله یې ښاریان سخت اندېښمن دي.

 

ټیګونه

کمنټونه