May 31, 2020 12:49 Asia/Kabul
  •  افغان حکومت به د ۲ زره طالب بندیانو د خلاصون ژمنه نن پوره کړي

افغان ولسمشر غني په اختر کې وویل چې ۲ زره طالب بندیان به خوشي شي.

د افغان رسندویو له راپور سره سم د  افغانستان حکومت وویل چې ۷۱۰ طالب بندیان یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پلچرخي، بګرام او د نورو ولایتونو له محبسونو څخه خوشي کړي دي.

د  افغان حکومت یوې سرچینې وویل چې نن به نور طالب بندیان هم خوشي کړای شي.

سرچینې دغه راز وویل چې  افغان ولسمشر غني په اختر کې وویل چې ۲ زره طالب بندیان به خوشي شي.

د سرچینې په وینا د نن ورځې له خوشي کېدونکو طالب بندیانو سره به دا هدف؛ یعني د ۲ زره طالب بندیانو خلاصون بشپړ شي.

په همدې حال کې طالبانو پرون وویل چې ۷۳ حکومتي عسکریې په بلخ، کندوز، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې خوشي کړي دي.

د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سُهیل شاهین ویلي چې طالبانو خوشي کړیو عسکرو ته جامې او هر یوه ته ۵ زره افغانۍ ورکړي دي.

د طالبانو په وینا تراوسه پورې دې ډلې د افغانستان د حکومت ۴۲۰ تنه اسیران خوشي کړي دي.

 

ټیګونه

کمنټونه