May 31, 2020 16:25 Asia/Kabul
  • په قطرکې د افغان حکومت له استازیو سره دطالبانو کتنه

په قطر کې د طالبانو او افغان حکومت پلاویو ترمینځ کتنه په داسې حال کی کیږی چی د بین الافغانی خبرو اتروغوټه نده خلاصه شوی او په دوی کې هر یو په لټه کې دې چی د دغو خبرو اترو له پیلیدا وړاندې مقابل لوری ته د پام وړ امتیازات ورنکړي

د طالبانو یوه پلاوي په قطر کښې د افغانستان د حکومت له استازیو سره کتنه او د هیواد د کړکیچ د هواري په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه .

د افغانستان له ډلو سره د طالبانو ترمینځ د  سولې د  خبرواترو برابرول ، د دواړو لورو د بندیانو د  خوشي کولو دوام  او د سیاسي کړکیچ حل کول په قطر کښې د افغانستان د حکومت له استازیو سره د طالبانو ډلې د پینځه کسیزه پلاوي د خبرو اترو ترټولو مهمې موضوعګانې وې .

دغه راز د  مولوي ضیا الدین په سرپرستۍ د طالبانو یو پلاوی د زیارت په ورځ د افغانستان پلازمینې کابل ته تللی او نوموړي  پلاوي په قندوز او بغلان ولایتونو کښې د دغه ډلې له قید څخه د اتیا حکومتي عسکرو د خوشي کیدا خبر ورکړ .

طالبانو ته نږدې سرچینو وویل کابل ته د دغه ډلې د پلاوي د سفر یومهم ماموریت دا دی چې په دغه پړاو کښې د افغانستان د حکومت له زندانونو څخه د دغه ډلې درې نیم زره نور بندیان خوشي شي .

د افغانستان حکومت تراوسه د طالبانو دوه زره بندیان خوشي کړي دي او اراده لري زر  نور طالبان هم خوشي کړي . طالبانو هم تراوسه د افغانستان درې سوه دیرش  حکومتي عسکر خوشي کړي دي .

په قطر کې د طالبانو او افغان حکومت پلاویو ترمینځ کتنه په داسې حال کی کیږی چی د بین الافغانی خبرو اتروغوټه نده خلاصه شوی او په دوی کې هر یو په لټه کې دې چی د دغو خبرو اترو له پیلیدا وړاندې مقابل لوری ته د پام وړ امتیازات ورنکړي .

کابل حکومت تراوسه د طالبانو زیات بندیان خوشي کړی دي چی دا مسله بین الافغانی خبرو اترو بهیر ته د ورداخلیدا لپاره د کابل د زیات روغ نیت ښودنه کوی . خو طالبان د خپلو ټولو پینځه زده بندیانو د خوشی کولو غوښتنه کوی .

افغان حکومت اندیښمن دې که ټول طالب بندیان خوشی کړی نو په بین الافغانی خبرو اترو کې به خپل موقعیت کمزورې کړی  او له دې اړخه به د مخالفانو او د هیواد د رسندوی ټولنو لخوا له دباو او نیوکو سره مخامخ شی . په همدې دلیل ده چی اټکل کیږی افغان حکومت د پاتې طالب بندیانو خوشی کول د بین الافغانی خبرو اترو په بهیر کې له موافقې سره مشروط کړی ، هغه مسله چی د امریکا او طالبانو د دوحې د موافقې له لاسلیک کیدا وروسته افغان ولسمشر اشرف غنی پرې ټینګار کړې وو .

د طالبانو د دوه زره نورو بندیانو د خوشی کولو لپاره د اشرف غنی حکم ته په پام سره دا ګومان پیاوړې شوې دې چی طالبان هم د بین الافغانی خبرو لپاره زیات لچک وښی .

داسې ښکاری په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د پلاویو کتنه په افغانستان کی د جنګ په ختمولود داخلی اغیزمنې لارې چارې په توګه د بین الافغانی خبرو اترو پیلیدا او بڼه غوره کیدا ته هیلې پیاوړی کړي .

 

ټیګونه

کمنټونه