Jun 01, 2020 05:12 Asia/Kabul
  • اسلامی ایران افغان حکومت ته د طبی تجهیزاتو ستره جوپه وسپارله

له دې مخکې هم په تهران کې د افغانستان سفارت ته د کرونا ویروس دتشخیص زیات شمیر کیټونه ورکړل شوي چې د افغانستان په هرات ولایت روغتونونو کې د کرونائي ناروغانو دتشخیص لپاره ورځيني استفادې کیږي .

 زمونږخبریال  راپور راکړ  په افغانستان کې د اسلامي ا یران سفیر بهادر امینیان  پرون ناوخته  د کرونا ویروس  دتشخیص دکیټونو، د تنفسي تجهیزاتو(وینټيلیټرز)، ماسکونو او د وایرس ضده موادو پشول  پشمول د طبی تجهیزاتو او مرستو  یولس ټنیزه جوپه  د افغانتسان د روغتیائي  چارو  مرستیال وزیر  بشر نورمال ته وسپارله .

 بهادر امینیان  په دغو دستورو کې چې  د افغانستان د روغتیائي چارو په وزارت کې ترسره شوي ، له دغو مرستو موخه  له کرونا ویروس سره مقابله او  دافغانستان  د ولس  او طبي عملې  دژوند ساتل بللي دي .

 په کابل کې دایران سفیر همداراز  د دواړو هیوادونو دملګرتیاؤ پر دوام په ټينګار سره وئيلی دي ،  له دوست، ګاونډي او  ورور هیواد افغانستان سره به  داسلامی ایران مرستې  هماغه راز دوام ولري .

 دافغانسان د  روغتیائي چارو مرستیال وزیر هم  د افغانستان د حکومت  په  نمایندګۍ  د ایران د مرستو په قدرونې سره وئیلی دي ، دغه تجهیزات  د افغانستان  دروغتیائي  چارو وزارت ضروي  اړتیاوې دي .

 بشیر نورمال  همدرااز  دایران له سفیره غوښتي ، تهران  دې  په افغانستان کې  له کرونا ویروس سره  دمقابلې لپاره  خپلو لازیاتو مرستو ته دوام ورکړي .

 له دې مخکې  هم  په  تهران کې  د افغانستان سفارت ته   د کرونا ویروس  دتشخیص  زیات شمیر کیټونه  ورکړل شوي  چې  د  افغانستان  په هرات ولایت روغتونونو کې  د کرونائي ناروغانو دتشخیص لپاره  ورځيني استفادې کیږي .

 

ټیګونه

کمنټونه