Jun 02, 2020 05:40 Asia/Kabul
  • ایران او افغانستان له ترهګرۍ او نشه ایزو توکو سره په مقابله کښې مهم اقدامات کوې شي

د اسلامي شورا مشر: د ایران او افغانستان په نزدې ملګرتیا سره له ترهګرۍ، نشه ایزو موادو او د سیمې په بې ثباته کولو کښې د دریم ګړو هیوادونو د لاسوهنې په شمول ګواښونو سره د مبارزې لپاره مهم اقدامات ترسره کولې شو.

د ایران د اسلامي شورا مشر د افغانستان د ولسي جرګې له مشر میر رحمان رحماني سره په ټیلیفوني خبرو کښې د دواړو هیوادونو د سرحدي امنیت په پیاوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: د ایران او افغانستان په نزدې ملګرتیا سره له ترهګرۍ، نشه ایزو موادو او د سیمې په بې ثباته کولو کښې د دریم ګړو هیوادونو د لاسوهنې په شمول ګواښونو سره د مبارزې لپاره مهم اقدامات ترسره کولې شو.

ایرنا خبري آژانس لیکلي چې محمدباقر قالیباف په دغو ټیلیفوني خبرو کښې هم داشان په دې ټینګار سره چې د ایران او افغانستان د دوستانه اړیکو پياوړتیا او ټینګتیا ډیر زیات اهمیت لري، هیله وښودله چې د پارلیماتي ارتباطاتو په شمول مختلفو برخو کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د تعاملاتو کچه لوړه شي.

په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د افغانستان د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني هم د ایران د اسلامي شورا(پارلیمان) د مشرۍ لپاره د ښاغلي قالیباف د غوره کیدو په مبارکۍ سره په مختلفو سیاسي، کلتوري او اقتصادي برخو کښې د دوه اړخیزو دوستانه اړیکو پیاوړتیا ته د افغانستان د پارلیمان په چمتووالي ټینګار وکړ.

 

ټیګونه

کمنټونه