Jun 02, 2020 07:58 Asia/Kabul
  • د ننګرهار د هوټلونو خاوندان د خپل کار د بیا پرانیستل کیدو غوښتونکې دي

ننګرهار کښې د هوټلونو او رستورانونو د تړل کیدو له امله لس زرو تنو خپلی دندی له لاسه ورکړې دي.

زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې په جلال آباد ښار کښې د هوټلونو او رستورانونو مالکانو په اعتراضیه ناسته کښې د هوټلونو او رستورانونو دبیرته پرانستل کیدو غوښتنه وکړه.

د یو هوټل خاوند انجنیر نحیب ا... صادق وایی خواوشاه درې میاشتې کیږي چی د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوی په نوم د ولایتې ادارې له لورې سلګونه هوټلونه او رستورانونه تړل شوې دي. نوموړی وویل په داسی حال کی چی په ښار کی د قرنطین وضع شوي شرایط لرې شوي او بازار پرانستل شوی خودوی ته لا هم د فعالیت اجازه نه ده ورکړې شوې. هغه وویل نه یوازی داچی دوی سلګونه ملیونه افغانۍ زیان لیدلی بلکی تر لسو زرو ډیرو کاریګرو خپلی دندې له لاسه ورکړې دي.

هاخوا د ننکرهار د والي ویاند عطاا... خوږیاڼی وایی د نورو په نسبت په هوټلونو او رستورانونوکی چی د ګڼې ګوڼې مرکزونه دي دکرونا ویروس د خپریدو ویره او امکانات ډیر دي. هغه وویل هر کله چی د کرونا ویروس پر خلاف ولایتی کمیټې لازمه وبلله دښار تړل شویو هوټلونو او رستورانونو ته به دفعالیت اجازه ورکړې شي.

 

ټیګونه

کمنټونه