Jul 01, 2020 04:52 Asia/Kabul
  • خلیلزاد له اشرف غني او عبدا... سره  خبرې وکړې

ټاکل شوې چې د بین الافغانی خبرو د پېل لپاره د سفر دې نوي پړاو کې خلیلزاد قطر، پاکستان او ازبکستان ته سفر وکړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي پخلاینې شورا رییس عبدا...عبدا...، د بین الافغاني خبرو د پېل په اړه د ویډیو کنفرانس له لارې د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره خبرې وکړې.

د سپيدار ماڼۍ له خبرپاڼې سره سم د امریکا له ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد سره د افغان سولې او بین الافغاني مذاکراتو د پېل په اړه د یوه ویډیوکنفرانس له لارې خبرې شوي.

په دې ویډیوکنفرانس کې د تاوتریخوالي پر کمښت، د بندیانو پر تبادلې او د بین الافغاني خبرو پر پېل باندې خبرې وشوې او ټولو لوریو د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې پر پرمخ بېولو ټینګار وکړ.

د امریکا ځانګړي استازي په داسې حال کې له ولسمشر غني او د ملی پخلاینې له مشر عبدا... سره، د ویډیوکنفرانس له لارې خبرې کړي چې زلمي خلیلزاد دوه ورځې وړاندې د بین الافغاني خبرو د پېل لپاره د سفرونو نوې لړۍ پېل کړې ده.

ټاکل شوې چې د بین الافغانی خبرو د پېل لپاره د سفر دې نوي پړاو کې خلیلزاد قطر، پاکستان او ازبکستان ته سفر وکړي.

د افغانستان د طالبانو او امریکا ترمینځ د سولې د تش په نامه له موافقې وروسته په دغه هیواد کی تاوتریخوالی نور هم زیات شوی دي او دغې موافقې تراوسه د افغان ملت لپاره کومه بریا نده درلودلی .

 

ټیګونه

کمنټونه