Jul 02, 2020 14:14 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د ۸۰۰ ملکي وګړو مرګژوبله په تېرو ۶ میاشتو کې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر وایي چي په دې هیواد کې په تېرو ۶ میاشتو کې تر ۸۰۰ زیات ملکي وګړې د جګړو او چاودنو د امله ټپیان او یا هم وژل شوي دي.

زموږ د خبریال د راپور پر بنیاد، په کابل کې د یوناما دفتر په یو راپور اعلان کړی چي دغه ۸۰۰ کسان د دولت د مخالفو وسله والو په بریدونو کې ټپیان او یا هم وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو دفتر زیاته کړي چي پر ملکي وګړو باندې برید د نړیوالو قوانینو څخه جدي سرغړونه او جنګي جنایت بلل کیږي.

د سړک د غاړې مینونه د ملکي وګړو د مرګژوبلي تر ټولو ستر لامل بلل شوی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر په دې هیواد کې د ملکي وګړو د وژلې نیمایي مسئولیت د طالبانو غاړي ور اچوي.

 

 

ټیګونه

کمنټونه