Jul 04, 2020 06:08 Asia/Kabul
  • له طالبانو سره د خلیل زاد غونډې د جنګ د سختیدا عامل دي

یرمن حمیدی د افغانستان له زندانونو د طالب بندیانو ازادۍ ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه دغه بندیان چی هر یو پکې د افغان اولس په وژلې تورن دې نن سبا په درناوی سره خلاصیږی او بیا وژلې کوی .

د صدای افغان خبری اژانس له راپور سره سم د افغانستان په پارلیمان کې د بلخ د خلکو استازۍ میرمن فوزیه حمیدی زیاته کړه له طالبانو سره د خلیل زاد غونډې نه یوازې ماته خوړلی دي بلکې په دغه هیواد کی د جنګ او حملو اصلی عامل دي . میرمن حمیدی د افغانستان له زندانونو د طالب بندیانو ازادۍ ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه دغه بندیان چی هر یو پکې د افغان اولس په وژلې تورن دې نن سبا په درناوی سره خلاصیږی  او بیا وژلې کوی .

هغې جوته کړه په درست افغانستان کی قتل او وژلې په اندیښمنونکی ډول دوام لری او که حقیقی سوله واکمنه نشی خلک په ارامښت سره ژوند ته دوام نشی ورکولې .

 

ټیګونه

کمنټونه