Jul 08, 2020 05:01 Asia/Kabul
  • په کابل کښې د داعش ترهګرې ډلې دوه غړي نیول شوي

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ملي امنیت ادارې په کابل کښې په یوه(۱) ټیلي ويژن چینل او یوه(۱) روغتون باندې د برید لپاره د داعش ترهګرې ډلې پلان شند کړ .

د افغانستان د ملي امنیت ادارې مطبوعاتي دفتر پرون په یوې (۱) خبر پاڼه  کښې وویل د ملي امنیت ځواکونو د داعش ترهګرې ډلې دوه (۲) غړي لطف الله او احمد الله د کابل ښار په لویدیځ کښې په یوه(۱) روغتون او یوه(۱) ټیلي ويژن چینل باندې له حملې مخکې ونیول .

دغو دوو(۲) کسانو چې د کابل د شکردره  ولسوالۍ وسیدونکي دي اعتراف کړی دی مونږ  غوښتل د کابل ښار په لویدیځ کښې په «مولا علي» روغتون او په یوه(۱) ټیلي ويژن چینل بریدونه وکړو .

د افغانستان د ملي امنیت ادارې د دغه ټیلي ويژن نوم اعلان نه کړ .

 

ټیګونه

کمنټونه