Jul 11, 2020 04:30 Asia/Kabul
  • د افغانستان ولسمشر ته د وزیرانو فهرست نه دی ورکړل شوی

تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا د مشر دوهم(۲) مرستیال اسد الله سعادتي وویل تراوسه د اشرف غني د کابینې د بشپړیدا لپاره د ولسمشرۍ ماڼۍ ته د دغه شورا لخوا هیڅ فهرست نه دی وړاندې شوی .

وړمه ورځ  د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله ته نږدې سرچینو وویل  ولسمشر اشرف غني ته د کابینې د بشپړولو لپاره د عبدالله عبدالله د وړاندیزي وزیرانو فهرست ورکړل شوی دی .

د افغانستان د کابینې د بشپړیدا لپاره ولسمشر اشرف غني ته د عبدالله عبدالله په وړاندیزي فهرست کښې څوارلس (۱۴) وزیران شامل دي .

د افغانستان ولسمشر اشرف غني تیره اونۍ په ټیلي ویژن باندې یوه (۱) پروګرام کښې د نوي کابینې په جوړولو کښې د ځنډ په هکله پوښتنې ته په ځواب کښې عبدالله عبدالله د دغه ځنډ مسول بللی و .

 

ټیګونه

کمنټونه