Jul 11, 2020 14:38 Asia/Kabul
  •   له طالبانوسره د روسیې دارتباط ادعا دامریکا له خوا پرنوروتپل دي

په واشنګټن کې دروسیې سفارت هم په یوه ټولنیز پیغام کې په افغانستان کې د امریکائي پوځیانو د وژلولپاره د اصلي عامل په توګه د ماسکو دمعرفي کولو پّ باب د نیویارک ټایمز ادعائي راپور بې اساسه تورونه بللي دي .

انټرفکس خبری آژانس راپورورکړ ،  د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف  نن  په یولړ څرګندونو کې  په افغانستان کې دامریکائي او ناټو پوځیانو د وژلو لپاره  طالبانو ته دروسیې د بډو رشوتونو  دوکرولو په باب  دامریکارسندوئي ادعا دروغ بللي او وئيلي ئې دي،د امریکا داخلی سیاسی فضا  همداراز  په دغه هیواد کې د ګوندي ترینګلتیاوې،ددغه شان دروغجنو خبرونو دخپریدا لامل کیږي . .

نیویار ک ټایمز خپرونې  په همدا وروستیو کې  په یوه راپور کې مدعی شوی،د روسیې  دپوځ د استخباراتي  ادارې یوه پټ یونټ ،  په افغانستان کې د امریکا په قوماندانۍ سره د ناټو او امریکائي پوځیانوو د وژلو لپاره طالبانو ډله هڅولې ده .

   سپينې ماڼۍ هم په یوې اعلامیې کې وئيلی دي،د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور په اپوټه ،د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ له هغو پیسو ورکولو سره له اړونده اطلاعاتو چې روسیې د امریکائي پوځیانو د وژلولپاره  په افغانستان کې  له طالبانو سره اړونده وسلوالو ته  وړاندیز کړي،نه دی خبر کړئ شوی .

 په واشنګټن کې دروسیې سفارت  هم په یوه ټولنیز پیغام کې  په افغانستان کې د امریکائي پوځیانو د وژلولپاره د اصلي عامل په توګه د ماسکو دمعرفي کولو پّ باب د نیویارک ټایمز  ادعائي راپور بې اساسه تورونه بللي دي .

 

ټیګونه

کمنټونه