Jul 12, 2020 12:23 Asia/Kabul
  • خوځون: ډېر ژر به د نوماند وزیرانو لیسټ ارګ ته وسپارل شي

د افغانستان د ارګ او سپدارماڼۍ تر منځ د سیاسي هوکړې کابو دوې میاشتې تېرېږي، خو لاهم د حکومت کابینه نیمګړې ده.

د  افغانستان د مصالحې شورا ویاند فریدون خوځون رسنیو ته دا خبره کړې ده. هغه ویلي، د نویو وزیرانو د معرفي کېدو په تړاو د سپدارماڼۍ د غړو مشورې پای ته رسېدلې، یو لېست برابر شوی او ډېر ژر به ارګ ته ولېږل شي.

د افغانستان د  ارګ او سپدارماڼۍ تر منځ د سیاسي هوکړې کابو دوې میاشتې تېرېږي، خو لاهم د حکومت کابینه نیمګړې ده.

بلخوا، په پام کې ده چې ملي شورا په راتلونکې اونۍ کې د ۴۵ ورځو لپاره رخصت شي.

اندېښنې دا دي، که ملي شورا رخصت او نوماند وزیران معرفي نه شي، تر یوې نیمې میاشتې به یو ځل بیا سرپرست وزیران د حکومت چارې سمبالوي.

د افغانستان ولسي جرګې په ځلونه له حکومته غوښتنه کړې چې وزیران د باور رایې اخیستو لپاره ور وپېژني، خو حکومت لاهم د وزیرانو پر ټاکلو او دې جرګې ته د هغوی په ور معرفي کېدو نه دی توانېدلی .

 

ټیګونه

کمنټونه