Jul 14, 2020 17:23 Asia/Kabul
  • افغان امنیتي ځواکونو له طالبانو د پروني برید د انتقام اخیستو گواښ وکړ

د افغانستان امنيتي ځواکونو ګواښ کړے دے چې د طالبانو د پرونۍ حملې انتقام به واخلي.

د ياد رياست لخوا نن افغان رسنيو ته په ورلېږل شوې اعلامیه کې ویل شوي، طالبانو د دوحې تر تړون وروسته په عامه وګړو بریدونو ډېر کړي، له شوې معاهدې یې سرغړونه کړې او د سولې لپاره هېڅ مثبت نظر نه لري. د ملي امنیت ریاست په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، دا ډله اوس هم د القاعده په شمول له ګڼو نورو ترهګرو ډلو سره ارتباط لري او د هغوی په همکارۍ دا ډول بریدونه ترسره کوي.

د سرچینې په وینا، د دوي ټولو امنیتي قطعو ته د تیار سۍ امر شوے او زیاته کړې یې ده چې ډېر ژر به د پروني برید انتقام واخلي، طالبان او د هغوی ملاتړي به وځپي. دا په داسې حال کښې ده چې پرون د سمنګان ولایت د ملي امنیت پر یاست د دې ډلې په موټربم او وسله وال برید کې د یوې مېرمنې په ګډون د یاد ریاست يو شمېر کارمندان ووژل شول.

 

ټیګونه

کمنټونه