Aug 03, 2020 05:29 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د اووربند د تمدیدا په هکله پریکړه نه ده شوي

تسنیم خبري اژانس وايي د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل دغه ډلې تراوسه په افغانستان کښې د درې (۳)ورځني اووربند د تمدیدا په هکله کومه فیصله نه ده کړي .

د افغانستان د طالبانو ډلې او د حکومت ترمینځ د درې (۳) ورځې اووربند د تمدیدا د احتمال په هکله د راپورونو له خپریدا وروسته د دغه ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد دغه خبرونه دروغ وبلل .

هغه وویل د اووربند د تمدیدا په هکله نتیجې ته د رسیدا په بڼه کښې به هغه رسنیو ته اعلان کړي .

په همدې زمینه کښې د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا ویاند فریدون خوزون وویل د لوی اختر په مناسبت د طالبانو ډلې او د کابل د حکومت ترمینځ د درې (۳)ورځې د اووربند تمدیدل د بین الافغاني خبرو اترو د پیلیدا په لړ کښې د باور د رامینځته کولو لپاره مهم ګام دی .

 

ټیګونه

کمنټونه