Aug 05, 2020 06:20 Asia/Kabul
  • داعش په جلال اباد ښار او هوائي ډګرهم د توغنده اي حملې اراده لرله

د ننګرهار ځايي چارواکي وايي چې داعش تکفيري ډلې د دغه ولایت په بندي خانې له حملې سره په يو وخت غوښتل چې په جلال اباد ښار او هوايي ډګر هم توغنده اي بریدونه وکړي.

دغه چارواکي وايي چې څلور تنه بریدګرو د بهسود ولسوالۍ په یو کور کې ځاے پر ځاے شوي وو او د داعش ترهه ګرې ډلې د نورو بریدګرو چې د ننګرهار په  بندي خانې برید وکړ او له بهسود ولسوالۍ څخه څلور کیلومټره فاصله لري له امنیتي ځواکونو سره ښکېل شول.

د بهسود ولسوال چې له داعش ترهه ګرو او طالبانو سره د جګړې څو کلنه تجربه لري د دغې ودانۍ په عملیاتو کې مهمه ونډه لري.

د داعش دغې ځپل شوې ترهه ګرې ډلې له ځان سره ۴۴۰ د هاوان مرمۍ لرلې چې د امنیتي ځواکونو لاس ته لوېدلې دي.

د ملي فوځ افسر ویس الدین په دې اړه وويل:«په حقيقت کښې برید ډېر پېچلی ؤ، دا ځنځیريي برید چې په بندي خانې شوے هم د هغه په دوام سره و، چې هم مهاله له دې ځایه جلال اباد وګواښل شي او هم د جلال اباد هوايي ډګر .»

په دغې ودانۍ کې د داعش ډلې د جنګیالیو په وړاندې د عملیاتو مشری د بهسود ولسوال په غاړه لري. هغه کس چې له طالبانو سره د همکارۍ په تور څلور کاله یې په ګوانټانامو زندان کې تېر کړي دي.

 

ټیګونه