Aug 05, 2020 14:18 Asia/Kabul
  • د جلال آباد له بنده درست ۳۰۰داعشی بندیان تښتیدلي

د افغانستان ددفاع وزارت ویندوي فواد امان هم نن وئيلي دي ، ددغه هیواد ځانګړي امنیتی ځواک د افغانستان داخل ته له بهر داعشي ډلې د بهرنیو جنایتکارو د منتقلولو مسئول محمد سعید ئې په کنړ و لایت کې نیولی دی .

تسنیم خبری اژانس راپور ورکړی ، د افغانستان د ولسی جرګې   استازي عبدالرؤف شپون نن  په یولړ څرګندونو کې  وئيلي دي دننګرهار ولایت  دجلال آباد ښار په مرکزي زندان دداعشي تکفیریانو  د حملې په وخت یوزر پنځه ویشت تښتیدلي بندیان بیرته نیول شوي ، خو  کابو  درې سوه بندیان تښتیدلي دي ،چې وئيل کیږي ، دغه  ټول بندیان داعشیان وو .

 شپون دغه راز وئيلي دي ، له داعشي بندیانو سره اړونده  دبند برخه  پشپړ ډول خالی ده  او په دغې حملې کې  ددغې تکفیری ترهه ګرې ډلې درست بندیان له زندانه  تښتیدلي دي .

 دتیرې یکشنبې په ورځې  دغه حمله تر یولسو ساعتونو پورې اوږده شوي  چې   پکې  یولس داعشیان او کابو دیرش امنیتي ما موران اوعام خلک وژل شوي وو.

 په دیوه بل خبر کې وئيل شوي دي ،  د افغانستان  ددفاع وزارت ویندوي  فواد امان  هم نن وئيلي دي ، ددغه هیواد ځانګړي امنیتی ځواک  د  افغانستان داخل ته له بهر  داعشي ډلې د بهرنیو جنایتکارو د منتقلولو مسئول  محمد سعید  ئې  په کنړ و لایت کې نیولی دی .

 هغه وئیلي دي  د داعش ډلې دغه لوړپوړ مسئول  د افغانستان په جلال آباد زندان د وروستۍ  حملې یو اصلي پلانونکی  دی .

 

ټیګونه

کمنټونه