Aug 05, 2020 14:28 Asia/Kabul

یوه ورځ وړاندې هم په کندوز او تخار ولایتونو کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې څلور تنه د غلا او د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.

زمونږخبریال له غزني راپور راکړ د افغانستان دکورنیو چارو وزارت خبرپاڼه وایي چې د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د یاد ولایت په اړوند سیمو کې ۲۰ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو لکه: وسله والو غلاو، د لېږدوونکو وسایطو غلا، د غیرقانوني وسلو لېږدونې، د نشه يي توکو او الکولي څښاکو د پلور او تولید په تړاو نیولي دي.

دا کسان د تېرو پینځو ورځو په لړ کې نیول شوي دي.

له دې کسانو څخه یو اندازه نشه يي توکي، غلا شوي وسایط، تجهیزات او بېلابېل ډوله وسلې هم ترلاسه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ وړاندې هم په کندوز او تخار ولایتونو کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې څلور تنه د غلا او د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.

د یادو کسانو له ډلې په کندوز کې یو کس د هیرویینو د قاچاق او بل کس د موټر د غلا او همدارنګه د تخار ولایت په چال ولسوالۍ کې هم دوه تنه د وسله والو غلاو په تور له یوې قبضې تفنګچې او یو عراده غلا شوي موټرسایکل سره یو ځای نیول شوي ول.

 

ټیګونه

کمنټونه