Aug 05, 2020 15:47 Asia/Kabul
  • د افغانستان د ملی شورا د استازو غونډه جوړیږي

ټاکل شوې ده ، د افغانستان دسولې مشورتي لویه جرګه د جمعې په ورځې ترسره شي. په دغې غونډې کې د طالبانو د پاتې بندیانو د خوشي کیدا په باب کومه فیصله وشي.

تسنیم خبری اژانس راپورورکړی ، دافغانستان ولسمشر اشرف غني  نن د  دغه هیواد د مشرانو جرګې له مشر فضل هادي مسلم یار  او ددغه اورګان   له اداري پلاوي سره په   یوې ناستې کې  د  مشورتي لوئې جرګې  دترسره کیدا په باب  خبرې کړي او  د ملی شورا یا   پارلیمان  یعني د ولسی جرګې او مشرانو جرګې د استازو  ګډون ئې هم  په دغې مشورتي لوئې جرګې کې  اړین بللی دی .

   مسلم یار او د  مشرانو جرګې  اداري پلاوي  هم په دغې کتنې کې  د  هیواد له سولې سره  داړونده موضوعګانو په باب ددغه اورګان دملګرتیا  په باب ډاډ ورکړ.

 ټاکل شوې ده ، د افغانستان  دسولې مشورتي  لویه جرګه  د جمعې په ورځې  ترسره شي. په دغې غونډې کې   د طالبانو د پاتې بندیانو  د خوشي کیدا په باب  کومه فیصله  وشي.

 د افغانستان حکومت  ددغه هیواد د  اساسي قانون په اساس ،  له پنځو زرو بندیانو څخه د  طالبانو د پاتې  څلور سوه بندیانو  د خوشي کولو صلاحیّت نه لري ،  او ددغه هیواد د سولې مشورتي لویه جرګه باید په دې اړه فیصله وکړي .

ددغو بندیانو خوشي کیدا د طالبانو ډلې او افغان حکومت ترمینځ دخبرواترو دبیرته پيلیدا او  په دغه هیواد کې د  جنګ جګړو دختمولو لپاره د دغې ډلې چې له امریکایانو سره د سولې موافقه  لاسلیک  کړې ده ، یو مهم وارمخکې شرط  دی .

 

ټیګونه

کمنټونه