Aug 06, 2020 13:25 Asia/Kabul
  • په غزني کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي

د افغانستان د دفاع وزارت په غزني کې د افغان سرتیرو او طالبانو تر منځ په نښته کې د ۱۶ طالب جنګیالیو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

په کابل کې زموږ د خبریال د راپور سره سم، د افغانستان د دفاع وزارت اعلان وکړ، تېره ورځ وسله والو طالبانو د ګيلان ولسوالۍ اړوند د غزني_کندهار د لومړۍ نمبر لویې لارې د غزني مرکز اړوند د ارزو په سيمو کې پر امنيتي او دفاعي ځواکونو بريدونه وکړل.

د دې راپور پر بنیاد، دغه بريدونه د افغان ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو لخوا د هوايي ځواک په مرسته له ماتې سره مخ شول او په دغو نښتو کې ۱۰ تنه طالبان وژل شوي او ۶ تنه یې زخمیان شوي دي.

د وزارت په وینا، په دې نښته کې افغان سرتیرو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.

د خبرپای/.

 

ټیګونه

کمنټونه