Aug 10, 2020 12:29 Asia/Kabul
  • د ایران  افغانستان او ازبکستان ټرانزیټي کریډور افتتاح وشوه

دمینځنۍ آسیائي هیوادونو په لور دلنډې او کم مصرفه لارې په توګه د افغانستان له لارې د ټرانزیټي کریډونو پراختیا،د ایکو ،ایرو موسیسو له خوا هم له هرکلی سره مخ شوې

زمونږخبریال راپورراکړ د  ایران ،افغانستان او ازبکستان  ټرانزیټي کریډور  په آزمیښتي توګه  پرانیستل شوی  او له ایرانه  دوه ټریلي  ګاډي  افغانستان ته او په نهایت کې  ازبکستان  ته په تلو سره  فعال شوی دی .

د ایران د ګمرک ټرانزیټي برخې عمومی مدیر  مصطفی آیتي  په یولړ څرګندونو کې وئیلی دي ، دلومړي ځل لپاره  د بندرعباس له شهید رجائي ګمرک څخه  دوه  بار ټریلي ګاډي  د افغانستان  له لارې ازبکستان ته ولیږدول شول .  د روان زمري دمیاشتې په پنځمه نیټه د کتا کریډور په بریالۍ افتتاح پسې  اوقرغزستان او تاجیکستان ته  د بندرعباس شهید رجائي ګمرکاتو څخه  د شیالونوله لیږدولو وروسته  دغه ټرانزیټي جوپه  د دوو ټریلو په وسیله   له دوغارون پوله ایزې لارې څخه  دافغانستان له لارې ازبکستان ته ولیږدول شوه . آیتي وئیلي دي  دمینځنۍ آسیائي هیوادونو په لور  دلنډې  او کم مصرفه لارې  په توګه   د افغانستان له لارې د ټرانزیټي  کریډونو پراختیا،د ایکو ،ایرو موسیسو له خوا  هم له هرکلی سره مخ شوې  او د ایران ګمرک  د ایران دکانونو دصنائعو او د کرهڼيزو چارو دتجارتي  کوټې په ملګرتیا سره له کارنه تیر څخه په استفادې سره  د دې لارې د پراختیا  هوډ لري .  

 

ټیګونه

کمنټونه