Aug 10, 2020 12:39 Asia/Kabul
  • طالبانوډله له افغان حکومت سره خبرواترو ته تیاره  ده

د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم د مشورتي لوئې جرګې له فیصلې وروسته دغه خبره منلې او نن ئې د څلور سوه طالب بندیانو د خوشي کیدا فرمان لاسلیک کړی دی .

روئيټرز خبري آژانس راپورورکړی، طالبانو ډلې بیګا د افغانستان دحکومت له خوا ددغې ډلې دپاتې څلور سوه بندیانو د خوشي کیدا لپآره د افغانستان د مشورتي لوئې جرګې  د موافقې په هرکلي سره  د بین الافغاني  خبرواترو لپاره چمتووالی اعلان کړ .

 د افغانستان مشورتي لوئې جرګې پرون ناوخته  له درو ورځنیو خبرواترو وروسته  دپایزې اعلامیې په خپرولو سره  د طالبانو ډلې د پاتې څلور سوه بندیانو له خوشي کیدا سره  مشروطه  موافقه کړې ده .

 د افغانستان ولسمشر اشرف غني  هم  د مشورتي لوئې جرګې  له فیصلې وروسته دغه  خبره منلې او نن ئې  د څلور سوه طالب بندیانو د خوشي کیدا فرمان لاسلیک کړی دی .

 داپه داسې حال کې چي د  افغانسان د سولې  دعالی شورا مشر عبدا.. عبدا...  په همداروستیو کې وئيلي دي ، اوس د طالبانو ډلې لپاره  دبین الافغاني خبرواترو د ځنډولو  هیڅ پلمه نه ده پاتې شوي او باید بې له ځنډه دغه خبرې اترې د  افغانانو په مشرۍ او  واکوالۍ سره پیل شي .

 

ټیګونه

کمنټونه