Sep 18, 2020 08:00 Asia/Kabul
  • شپږ تنه افغان پوځیانو د ترهګرې چاودنې له امله مړه شول

د افغانستان د ملي اردو شپږ ځواکونه د دغه هیواد په لویدیځ کښې د بم د چاودنې له امله ووژل شول.

د افغانستان د ملي اردو شپږ ځواکونه د دغه هیواد په لویدیځ کښې د بم د چاودنې له امله ووژل شول.

د افغانستان په لویدیځ کښې د هرات ولایت امنیتي چارواکو وویل چې یو له باردو ډک موټر د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کښې وچاودیده چې له امله یې شپږ پوځیان وژل شوي او یوشمیر نور هم ژوبل شول.

ځینو افغان سرچینو د دغې ترهګرې چاودنې له امله د زخمیانو شمیر لس تنه اعلان کړ.

د چاودنې پړه چا نه ده منلې.

 

ټیګونه

کمنټونه